په میدان وردګو کې د عامه نظم یو شمېر ځواکونه وايي چې په دې ولایت کې ۱۳ پوستې له ټولو امکاناتو سره د پولیسو لاسته لوېدلې دي او زیاتوي چې په جلزیز ولسوالۍ کې یو شمېر ځواکونه درې ورځې د طالبانو په کلابندۍ کې وو.
په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې په میدان وردګو کې ۱۶ پوستې د طالبانو لاسته لوېدلې دي.
د ولسي جرګې غړی، غلام حسین ناصري څرګندوي:«د عامه نظم ۱۶ پوستې په ۶ ساعتونو کې نسکورې شوې.»
په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت د پوستو بیا نیونې په موخه د پوځي عملیاتو له پیل څخه خبر ورکوي او وايي چې د طالب وسلهوالو ځپلو په موخه له ټول ځواکه کار اخیستل کېږي.
د یاد وزارت د ویاند دفتر سرپرست، محمد رادمنش وايي:«اوس هم زموږ سرتېري شته دي او هغې لورې ته رسېدلي او کمپ ته هم رسیدلي دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د اختر له ورځو وروسته حکومت له طالبانو سره اوربند وغځوه، خو طالبانو د حکومت دغه اقدام ته په ډزو ځواب ورکړ.
د اوربند په ورځو کې زالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو یرغلییز بریدونه وکړل.
که څه چې د حکومت لخوا د یوې لورې اوبند باندې دېر شمېر نیوکې هم شته، خو ولسمشرۍ ماڼۍ د اوربند غځول د خلکو غوښتنه بولي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال، شاه حسین مرتضوي وايي:«ولسمشر د اوربند ورځو ښه مدیریت باندې ټینګار کړی دی او لارښوونه یې کړې ده چې د اوربند ورځو خطرونه د منلو وړ نه دي او د وسلهوالو پر وړاندې به افغان ځواکونه دفاع ته چمتو وي.»
همدا تازه په تازه د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې یو شمیر د عامه نظم پوځيان د طالبانو د ډله ییزو بریدونو خبر ورکوي او زیاتوي چې له دریو ورځو راپدې خوا د طالبانو لخوا کلابند دي.
دوی وایي، په دې موده کې د پوځيانو ۱۳ پوستې له ټولو تجهیزاتو سره د طالبانو لاس ته ورغلې دي.
د ملي دفاع وزارت چارواکي هم مني چې طالبانو د حکومت د سولې غوښتنې له اقدام څخه ناوړه ګټه واخیسته خو له طالبانو څخه بیرته د یو شمیر سمو د نیولو لپاره د تازه دمو سرتېرو د ور استولو خبره هم کوي.
په ښکاره د طالبانو ګواښونه د دې لامل شوي چې دولتي پوځيان د اوربند په ورځو کې هم کندوز لپاره د طوفان عملیاتو د پيل لپاره ګام پورته کړي.
د کندز والیت د پولیسو ویاند، انعامالدین رحماني وايي:«د ګډو افغان ځواکونو پوځې عملیات د توپان ۱۳ په نامه د کندز والیت په حضرت امام صاحب ولسوالۍ کې پیل شوي دي او د دې عملیاتو موخه دا ده چې له وسلهوالو څخه سیمې پاکې شي.»
خو اوس مهال د هېواد په ولایتونو کې د دولتي پوځيانو او طالبانو ترمنځ جګړې دوام لري هغه جګړې چې د امنیتي چارواکو په وینا دواړو لورو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.