Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د میدان وردګو مرګ ژوبلې په غبرګون کې لاریون

د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي د دولت پلوه ځواکونو شپنیو پوځي عملیاتو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي.

دوی نن(سې‎شنبې د کب په ۷مه نېټه) ملکي کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په غبرګون کې د کابل لویدیځ دارلمانو سیمه کې په اعتراضونو لاس پورې کړی.

اعتراض کوونکي د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې د مخنوي غوښتنه کوي.

اعتراض کوونکي وايي د میدان وردګو په جلګې ولسوالۍ کې د وروستیو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ماشومانو په ګډون ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې اجراییه رییس تېره ورځ د وزیرانو شورا په ناسته کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګنده کړه او په دې برخه کې د اړوندو بنسټونو د پام غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستالۍ دفتر یا یونماو په خپل نوي رپوټ کې چې د یکشنبې په ورځ (د کب په ۵ مه نېټه) خپور شوی، ویلي چې په ۲۰۱۸ ز کال کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله د نورو کلونو په پرتله په بې مخینې توګه زیاتوالی موندلی.

د دغه رپوټ پر بنسټ، د ۲۰۱۸ کال په لړ کې د ۹۲۷ ماشومانو په ګډون ۳۸۰۳ تنه ولسي وګړي په جګړو کې وژل شوي دي.

دا رپوټ په ټول کې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې ۵ سلنه او د ۲۰۱۷ ز کال د وژل شویو د شمېر په پرتله ۱۱ سنله زیاتوالی ښيي.

یونما، د ملکیانو د مرګ ژوبلې "۶۲ سنله" د دولت مخالفو عناصرو، ۳۷ سلنه طالبانو، ۲۰ سلنه داعش او ۶ سلنه نامشخصو عناصرو ته نسبت ورکړی دی.

د ویلو ده چې د ولسي وګړو ۲۴ سلنه مرګ ژوبله د دولت ملاتړ ځواکونو پورې نسبت ورکړل شوی دی.

په دغه رپوټ کې راغلي چې د دغې مرګ ژوبلې ۴ سلنه مسوول افغان امنیتي ځواکونو، ۶ سلنه نړیوالو پوځي ځواکونو او همدارنګه ۴ سلنه دولت پلوه وسله‎والو دي.

د دغه رپوټ پر بنسټ، د دولت د مخالفو عناصرو لخوا ځانمرګي بریدونه، په ځانګړې توګه داعش او همدارنګه هوايي بریدونه د دولت پلوه ځواکونو لخوا پلټنه، د ولسی وګړو د مرګ ژوبلې اصلي لاملونه دي.

اعتراض کوونکي وايي د میدان وردګو په جلګې ولسوالۍ کې د وروستیو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ماشومانو په ګډون ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

شریک یي کړئ