Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

میررحمان رحماني د ولسي جرګې د اولسم پړاو د رییس په توګه غوره شو

ولسي جرګه کې له نږدې دوه میاشتو جنجالونو وروسته بالاخره نن (شنبې د چنګاښ په ۸ مه) میر رحمان رحماني د دغه بنسټ د رییس په توګه وټاکل شو.

د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ لپاره نن د څلورم ځل لپاره ټاکنې وشوې، چې په دغو ټاکنو کې میررحمان رحماني او خان محمد وردګ سره سیالي وکړه.

نن په ولسي جرګه کې ۲۴۵ تنه استازي حاظر وو چې ۱۳۶ تنو میررحمان رحماني او ۹۶ تنو بیا خان محمد وردګ ته رایه ورکړه.

د ولسي جرګې د رییس د ټاکو بهیر کابو دوه میاشتې وخت ونیو. د ولسي جرګې غړو په دغې موده کې درې ځله ټاکنې ترسره کړې چې هېڅ نوماند ونه توانېد چې د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ خپله کړي.

د ولسي جرګې د ریاست لپاره لومړی ځل ټاکنې د غوايي په شپږمه ترسره شوې، چې څلورو تنو ځانونه نوماند کړي وو چې له هغې ډلې مېررحمان رحماني، او کمال ناصر اصولي ډېرې رایې ترلاسه کړې خو هېڅ یو بریالی نه شو.   

د ټاکنو دویم بیا د غوايي په اتمه د میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي ترمنځ وشوې، په دې پړاو کې میررحمان رحماني ۱۲۳ رایې او کمال ناصر اصولي ۵۵ رایې ترلاسه کړې، ښاغلی رحماني د لنډمهالي رییس له خوا بریالی اعلان شو، خو د کمال ناصر اصولي پلویانو دا پایله ونه منله او د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ ټاکنې جنجالي شوې. 

اصلي شخړه د یوې جنجالي رایې پر سر وه چې د رحماني په ګټه نښه شوې وه، خو د هغې پاڼې په پای کې یو ټکی هم اېښودل شوی و؛ د رحماني پلویانو هغه معتبره او د اصولي پلویانو بیا هغه نامعتبره بلله. دا رایه د میر رحمان رحماني په ګټه حسابېده او پنځوس جمع یوه رایه یې پوره کوله او له شخړې پرته به د ولسي جرګې رییس ټاکل شوی وای، خو دا رایه ونه شمېرل شوه، رحماني ونه توانېد چې ریاست خپل کړي.

بالاخره له څه باندې یوې میاشتې وروسته، استازو هوکړه وکړه چې پر دغې جنجالي پاڼه دې رای ګیري وکړي چې په پایله کې استازو د هغې د باطلېدو لپاره رایه ورکړه.

له هغې وروسته د ولسي جرګې نورو غړو ځانونه د دغې جرګې د ریاست لپاره ځانونه نوماندان کړل خو هېڅ یو ونه توانېد چې پنځوس جمع یوه رایه پوره کړي.

د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ لپاره نن د څلورم ځل لپاره ټاکنې وشوې، چې په دغو ټاکنو کې میررحمان رحماني او خان محمد وردګ سره سیالي وکړه، خو میررحمان رحماني ریاست خپل کړ.

شریک یي کړئ