Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

میلر: د سولې خبرو سره به د امریکايي ځواکونو د وتو موضوع روښانه شي

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان، جنرال سکاټ میلر وايي د سولې خبرو اترو له څرنګوالي سره به د له دې هېواده د امریکايي ځواکونو د وتو موضوع هم روښانه شي.

دی همداراز له افغان دولتي ځواکونو او افغانانو سره د امریکايي ځواکونو پر همکاریو ټینګار کوي.

میلر وړاندې وايي:«دا یو سیاسي بهیر دی او په دې برخه کې پرمختګ له بحثونو سره تعقیب کېږي. دلته موږ ستاسو له امنیتي ځواکونو سره یوو او د افغانستان له خلکو سره یوو او موږ خپلو همکاریو ته دوام ورکوو.»

سکاټ میلر همداراز په افغانستان کې د القاعدې ډلې له فعالیته خبرې کوي او وايي چې په یو شمېر برخو کې د یادې ډلې غړي لیدل شوي دي.

خو میلر د القاعدې ډلې د فعالیت څرنګوالي او همداراز د فعالیت د سیمو په تړاو جزییات نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې له طالبانو د امریکا مهمه غوښتنه هم همدا ده تر څو د سولې له هوکړې وروسه له ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه له القاعدې ډلې سره خپلې اړیکې پرې او پر وړاندې یې ودریږي.

د ناټو غوڅ ملاتړ دا قومندان همداراز زیاتوي:«بلي موږ افغانستان کې د القاعدې دلې غړي لیدلي دي، او په بېلابېلو برخو کې مو لیدليد ي.»

جنرال میلر همداراز د هوايي بریدونو په پایله کې ملکي مرګ ژوبلې ادعاوې نه مني او د امریکايي ځواکونو لخوا په هوايي بریدونو کې پر زیات غور او ځېرتیا ټینګار کوي.

میلر په دې اړه وړاندې وايي:«هغه ډول چې موږ ګورو د جګړې اصلي بار د ملکي کسانو پر غاړه دی، خو موږ په خپلو عملیاتو کې ډېر غور او ځېرتیا په کار اچوو تر څو ملکي کسانو ته زیان ونه رسیږي.»

په همدې حال کې ملګرو ملتونو د ۲۰۱۸ کال په تړاو د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په اړه یاد کال تر ټولو خونړی بللی وو، د یاد بنسټ په راپور کې راغلي وو چې په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې ۳۸۰۰تنه ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۷۱۰۰تنه نور ټپیان شوي وو.

میلر د القاعدې ډلې د فعالیت څرنګوالي او همداراز د فعالیت د سیمو په تړاو جزییات نه ورکوي

شریک یي کړئ