Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

میلر: نړیواله ټولنه د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده

افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ عمومي قومندان، جنرال سکاټ مېلر هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه د سولې خبرو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او همداراز د افغان ځواکونو ملاتړ کې ژمنه ده.

د بهرنیو ځواکونو دا قومندان چې د یو شمېر افغان چارواکو سره د هېواد لویدیځې حوزې د امنیتي حالت څېړنې په موخه هراته ولایت ته تللی دی، وايي د طالبانو ځپلو په برخه کې اوس مهال د افغان ځواکونو او غوڅ ملاتړ ترمنځ اړینه همغږي شته ده.

جنرال مېلر وړاندې وايي:« تاسې پوهېږئ چې زه سولې ته ژمن یم، خو په دې هم پوهېږم چې له دې سره هم مهاله جګړه هم ده او موږ په دې جګړه کې ستاسو ملاتړ ته ژمن یوو. »

په همدې حال کې د هېواد امنیتي او دفاعي چارواکي وايي اوس مهال ترهګر ټول هېواد کې د له منځه تلو په حال کې دي.

دوي وايي چې افغان ځواکونو په وروستیو اوونیو کې یې د طالبانو د یو شمېر بریدونو مخنیوی کړی او دې ډلې ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د ملي دفاع وزارت مرستیال، محمد یاسین ضیاء وايي:« د کومې ستونزې رامنځته کېدو سره د هېواد لیري پرتو سیمو کې انشاالله چې افغان ځواکونه مرستې ته رسیږي او ډاډه اووسئ چې دښمن به په دې پسرلنۍ جګړه کې مات شي.»

همداراز د کورنیو چارووزارت امنیتي مرستیال، خوشحال سعادت زیاتوي:« هرات د افغانستان مهم او اقتصادي ښار دی او همداراز داسې دهلیز دی چې د افغانستان دښمنان له سویل ختیځ او شمال ختیځ نه ځانونه رسوي. »

 هرات ته په داسې حال کې لوړپوړی امنیتي پلاوی سفر کوي چې د هېواد به لویدیځ کې یو شمېر سیمې د سختو نښتو شاهدې وې.

په همدې حال کې افغان چارواکي وايي چې افغان ځواکونو په وروستیو اوونیو کې یې د طالبانو د یو شمېر بریدونو مخنیوی کړی او دې ډلې ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده

شریک یي کړئ