Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مېلر: د دفاع تر څنګ پر سوله‌ییزو لارو هم کار کوو

د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر د یو پلاوی په ملتیا غزني ښارته ورسید او له ځايي چارواکو سره يې پر امنیتي مسائلو خبرې اترې کړې دي. 

غزني چې څو میاشتې وړاندې د طالبانو د مرګونې حملې شاهد و، تازه يې هم تر ټولو خوندي ولسوالۍ جاغوري او مالستان د جګړې ترخه څکي. 

سکاټ مېلر، په غزني کې خبریالانو ته وویل، چې د ځان د دفاع تر څنګ پر سوله‌ییزو لارو هم کار کوي. 

هغه زیاته کړه: «زه یوازې غواړم هر چاته د امنیتي ځواکونو ملاتړ ژمنه یاده کړم، په روښانه ډول موږ یو سیاسي او سوله‌ییزه لار تعقیبوو، مګر سره له دې چې پر سوله‌ییزو لارو کار کوو، همدارنګه باید له خپل ځانه دفاع ته هم اماده واوسو.»

مېلر په کابل کې د تېرې شپې چاودنه هم غمجنونکې پېښه وبلله او ويې ویل چې دا د هغو کسانو کار دی چې نه غواړي سوله وکړي. 

غزني ته د بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان د سفر پر مهال دوه توغندي هم توغول شوي دي، چې د ځايي چارواکو په وینا کوم تلفات يې نه دي اړولي. 

د غزني والي وحید الله کلیمزي د سکاټ مېلر له ورتګه مننه کړې او د غزني د امنیتي وضعیت په اړه يې ویلي، چې بهرنۍ کړۍ پکې لاس لري. 

کلیمزي وویل: «غزني له یو کال راهیسې له ګواښونو سره مخ دی، چې مخالفینو له نورو ولایتونو او همدارنګه د سیمې د هېوادونو په مرسته يې دلته تهاجمي بریدونه لرل.»

شاوخوا یوه میاشت وړاندې سکاټ مېلر کندهار ولایت مقام کې له بریده روغ ووت، چې له هغه راهیسې يې ولایتونو ته دا لومړی سفر دی.
 
شریک یي کړئ