امریکايې افغانستان پېژدونکې، نانسي هیچدوپري تېره شپه (شنبې د وږي۱۸مه) کابل کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله له نړۍ سترګې پټې کړې دي.
نوموړې له ۶۷ کلونو راهیسې د افغانستان په اړه څېړنې کولې او د هېواد بېلابېلو برخو ته یې سفرونه کړي وو.
مېرمن دوپرې د طالبانو د رژیم له ړنګېدو وروسته په کابل پوهنتون کې د افغانستان څېړنې مرکز مسوؤلیت پر غاړه درلود.
یادې مېرمنې ۵ کتابونه هم د افغانستان په اړه لیکلي دي.
نانسي دوپري ۱۹۲۷ زیږدیز کال کې د امریکا متحده ایالاتونو په کرالا ایات کې نړۍ ته سترګې پرانیستې وې.