Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ناټو: پر طالبانو پوځي او سیاسي فشارونه د سولې بهیر سره مرسته کوي

په افغانستان کي د غوڅ ملاتړ ماموریت تېنګار کوي چي پر وسلهوالو طالبانو د پوځي او سیاسي فشارونو له امله د سولې لپاره زمېنه برابروي.

بلخوا په کابل کي د ایټالیا سفیر ویلي چي هيواد يي له افغان پوځیانو او ددغه هيواد د بیارغوونې او جوړوني سره د مرستو په برخه کي پر خپلو ژمنو کلک ولاړ دی.

افغان اود غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکي دلته لویدیځه حوزه کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د قوماندان د بدلون مراسمو کې سره راټول شوي دي. دې مراسمو کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان مرستیال پر طالبانو د سیاسي او نظامي فشارونو پر زیاتېدو تاکید کوي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان مرستیال، ډګر جنرال کمپویاله زیاتوي:« باور لرم چې پر طالبانو سیاسي، نظامي او ټولنیز فشارونه به د سولې او پخلاینې لپاره په واقعي شکل زمینه برابره کړي. هیڅ نظامي حل لار نه شته، خو یوازینۍ لار سیاسي هڅې دي. باور لرم چې د سولې راوستو لپاره ښه ظرفیتونه شته.»

کابل کې د ایټالیا سفیر وايي، هېواد کې د زیات وخت لپاره له افغانستان سره دی او له افغان ځواکونو د ملاتړ سربېره، د دې هېواد د رغونې په برخه کې هڅې وکړي.

افغانستان کې د ایټالیا سفیر، رابرتوني کنتوني څرګندوي:«‎افغانستان اوس‌مهال د خپل تاریخ په یوې حساسه مرحله کې دی. هغه وخت دی چې سوله د بل هر وخت په پرتله ډېره نږدې ده. اوس چې سوله نږدې ده، موږ به دا چانس له لاسه ور نه کړو.»

په ورته وخت کې افغان چارواکي د طالبانو د ځپلو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د غوڅ ملاتړ ماموریت همکاري اغېزمنه بولي.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان، جنرال نورالله قادري څرګندوي:«څو ورځې مخکې موږ او تاسې د بې پيلوټه الوتکو پرانیستنه درلوده. په حقیقت کې د ناټو غوڅ ملاتړ له موږ سره همکاري کوي او دا پر افغان امنیتي ځواکونو مثبته اغېزه لری.»

 د هېواد لویدیځ کې داسې مهال د غوڅ ملاتړ ماموریت نوی قومندان خپل کار پیلوي چې په وروستیو کې د دې سیمې یو شمېر برخې نا امنه شوې دي. افغان چاورواکي وايي، پرېکړه یې کړې چې د غوڅ ملاتړ ماموریت ملاتړ په همکارۍ دې حوزه کې پراخ نظامي عملیات پیل کړي.

د قاطع ملاتړ ماموریت مرستیال هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې په افغانستان د سولې په تړاو ډېر مناسب فرصتونه برابر شوي دي او دغه فرصتونه باید له لاسه ور نه کړل شي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه