ناپېژانده وسلهوالو د کابل ښار د درېیمې حوزې په اړوند کارته سخي سیمه کې یوې کورنۍ اوه تنه غړي چې درې ښځې او دوه ماشومانو په کې شامل دي وژلي دي.
دا پېښه تېره شپه د دوه بجو په شاوخوا کې شوې ده، تراوسه روښانه نه ده چې د دغې پېښې عاملان څوک دي.
د کور مالک، مېرمن، مشر زوی، ناوې او د ناوې خور یې له دوو لمسیانو سره په دې پېښه کې وژل شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې یو له وژل شویو مېرمنو څخه د اتو میاشتو امیندواره وه. د دغې کورنۍ دوه تنه نور غړي ټپيان شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې نامالومه وسلهوالو لویان په ډزو ویشتي او دوه ماشومان یې پر خولې د بالښت پر اېښودو سره وژلي دي.
د قرباني شویو کسانو یو له خپلوانو عطاالله بهادري وايي:«درې مېرمنې، دوه ماشومان او دوه نرینه - اوه تنه یې شهیدان کړل د دغې کورنۍ دوه غړي ټپيان شوي دي چې اوس په روغتون کې دي.»
تر اوسه د کابل په دې سیمه کې د دې بېسارې پېښې انګیزه روښانه شوې نه ده. خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دې اړه پلټنې پیل شوي دي.
دغې پېښې د دې سیمې اوسېدونکي سخت اندېښمن کړي دي. ځينې دغه اوسېدونکي، حکومت د خلکو د امنیت په تامین کې په ناکامۍ تورنوي او وايي چې پولیس د داشان پېښې په مخنیوي کې بې وسه دی.
د پېښې د قربانیانو ګاونډی حمیرا (مستعار نوم) په دې اړه وویل:«سړي او ښځې یې په زړه په مرمۍ ویشتي وو خو ماشومان یې بیا زندۍ کړي وو. کله چې پولیس راغلل، هغوی (بریدګر) تښتېدلي وو. له حکومته غواړم کهچېرې کولای شي امنیت دې تامین کړي، اقدام دې وکړي! له هغې پرته، ولاړ دي شي او په خپل کور له خپلې ښځې سره دې کېني کوم بل څوک دې د دغه حکومت مدیریت وکړي؛ هغه څوک چې وړتیا یې ولري.»
کابل په دې وروستیو کې د سختو جنايي پېښو شاهد دی.د یکشنبې په ورځ ناپېژانده وسلهوالو یو لوړ پوړی سلاکار د کابل په کارتهنو سیمه کې وواژه.
له دې وړاندې هم د کابل شهر نو کې وسلهوالو یو کس د لویې څارنوالۍ مخې ته وواژه.