Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ناپېژانده کسانو د پکتیا سیمه‎ييزې راډیو یو تن کارکوونکی وژلی

د صدای کردېز راډیو د تفریحي او ادبي خپرونو چلولی نادر شاه صاحب زاده د ناپېژانده کسانو لخوا وژل شوی دی.

نادرشاه د جمعې په ماښام (د چنګاښ په ۲۱مه)نادرکه او نن د شنبې (د چنګاښ په ۲۲مه) مړی یې د دوی د استوګنې په سیمه کې موندل شوی دی. 

د صدای ګردیز راډيو د خپرونو مدیرامین الله امیري ویلي چې، نوموړي د یو کال راهیسې په صدای ګردېز کې تفریحي او ادبي خپرونې چلولې، د هغه په وینا نادرشاه له چا سره کومه شخصي ستونزه نه لرله.

امیري وایي له نښو داسې ښکاري چې نادرشاه په ډزو نه‎دی وژل شوی او پر جسد یې د سختې شکنجې او چاقوګانو نښې معلومېږي.

د پکتیا امنیې قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم وایي چې د پېښې د عاملینو او  لامل  د معلومولو لپاره څېړنیزې ډلې کار پیل کړی دی. 

د پېښې مسوولیت هم کومې ډلې یا کوم کس په غاړه نه دی اخیستی. 

دا لومړی ځل دی چې په پکتیا کې د یوې سیمه‎ییزې رسنۍ کار کوونکی وژل کېږي، خو د افغانستان د ازادو رسینو د ملاتړ بنسټ (نی) د شمېرو له مخې  په روان زیږدیز کال کې په افغانستان کې د رسنیۍ اوه تنه کار کوونکي وژل شوي دي.

نی له کورنیو چارو وزارت څخه غواړي چې د نادرشاه صاحب زاده د وژلو پېښه په جدي توګه وڅېړي او د هغه عاملان ونیسي.

د افغانستان د ازادو رسینو د ملاتړ بنسټ (نی) د شمېرو له مخې  په روان زیږدیز کال کې په افغانستان کې د رسنیۍ اوه تنه کار کوونکي وژل شوي دي.

شریک یي کړئ