Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ناپېژانده کسانو په هرات کې د دوو نجونو پر مخ تېزاب پاشلي

د هېواد په لوېدیځ هرات ولایت کې د مدني ټولنې ځينې غړي ادعا کوي چې نن ګهیځ (سې‎شنبې د لړم په ۳۰ مه) په موټر سایکل سپرو دوه تنو د هرات په ښار کې د مدني ټولنې د دوه غړو پر مخ تېزاب پاشلي او له سیمې تښتېدلي دي.

د هرات د مدني ټولنې فعالانې هره یوه یکتا او فرشته ادعا کوي هغه مهال چې د روزنیر مرکز په لور روان وو، په موټر سایکل سپاره دوه تنه راغلل او پرهغوی یې تېزاب وپاشل.

د هرات د امینه قومندانۍ د رسنیو د دفتر مسوول سید احمد محمدي په دې اړه طلوع نیوز ته وویل هغه مواد چې د دغو نجونو پر مخ پاشل شوي دي تېزاب نه دي.

د هغه په وینا، پولیسو د دغو نجونو د ادعا په اړه خپلې پټنې پیل کړي دي.

تراوسه د دغه کار انګېزه روښانه نه ده.  

شریک یي کړئ