د هېواد په شمال کې د ولسي پاڅونوالو یو قومندان نظام الدین قیصاري چې د تېر کال په چنګاښ میاشت کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو لخوا ونیول شو، اوس د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په معاملو تورنوي.
ښاغلی قیصاري چې د جنرال دوستم له کسانو و، وايي چې اوس د ولسمشر لومړی مرستیال اجازه نه ورکوي چې شمال ته ستون شي.
په شمال کې د ولسي پاڅون والو قوماندان نظام الدین قیصاري په دې اړه څرګنده کړه:«هره ورځ له خلکو؛ له ښځو او نرو، وکیلانو او خانانو سره په اړیکه کې یم. راته وايي چې ولې شمال ته نه راځې؟ زه وایم چې داسې ستونزه ده. هغه (جنرال دوستم) له ما وېرېږي.»
نظام الدین قیصاري وايي په راتلوونکو انتخاباتو کې د محمد اشرف غني په مشرۍ له دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې سره د یو ځای کېدو لپاره هڅې کوي.
قیصاري زیاته کړه:«له ځينو ملګرو سره په اړیکه کې یم؛ مشخصه مذاکره مې نه ده کړې، په اړیکه کې یم. بلې له موږ څخه دې دولت جوړونکې ټاکنیزه ډله ملاتړ وکړي، زموږ دولت دی. موږ یې هم ملاتړ کوو.»
خو د ولسمشر غني ټاکنیزې ډلې او ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه څه نه وايي.
اخوا جنرال دوستم چې د پوځیانو په ټول کې یې خبرې کولې د نظام الدین قیصاري په اړه یې د کنایې په ډول ځینې څرګندونې وکړې.
د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم څرګنده کړه:«ځينې ځان ته مشر (رهبر) وايي؛ د پول له خوړلو سره سړی نه رهبر کېږي... ښايي یو کس ولسمشر شي، لومړی وزیر شي... خو رهبر نه شي کېدای. مشر کېدل اسان کار نه دی.»
له دې سره جوخت د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد تهینج وايي چې د قیصاري ادعاوې بې بنسټه دي او هېچا شمال ته د هغه د تګ مخه نه ده نیولې.
تهینج زیاته کړه:«د زندان له بنده د قیصاري د خلاصون لامل لومړی مرستیال صاحب او شریف ملت شو چې د افغانستان او ټولې نړۍ خلکو ته څرګنده ده. موږ د هغه له ازادېدو او د افغانستان هر برخې ته له تګ سره مخالفت نه لرو، خو تورونه بې بنسټه دي او هڅه کوي چې په دې اساس پړاو کې قیصاري یوه وسیله وګرځوي.»
قیصاري چې د قیصار ولسوالۍ د سیمهيیزو پولیسو قوماندان و په فاریاب کې د امنیتي مسوولینو د ګواښلو او له بشري حقونو د سرغړونې په تور ونیول شو او شپږ میاشتې یې د ملي امنیت په انفرادي بند کې تېرې کړې.
نظام الدین قیصاري وايي هره ورځ د بېلابېلو برخو له اوسېدونکو سره ګوري، هغه د جنرال دوستم له یو شمېر سیاسي مخالفینو سره هم کتلي دي.