د ولسي حرګې غړي او سیاسي ګوندونه وايي چې ولسمشر او اجرايي رییس د هېواد امنیت او ټیکاو ته د لومړیتوب پر ځای د وړو او دفتري موضوعګانو پر سره په جګړه بوخت دي.
د هېواد د امنیتي اوضاع په اړه د ملي یووالي حکومت د مشرانو د بې پروایۍ په اړه د هېواد ملي شورا د استازي او سیاستوال له نیوکې سره وايي په داسې حال کې چې فراه د جګړې په اور کې سوځي ولسمشر او د کورنیو چارو وزیر د برېښنا د یوه ستیشن د پرانیستلو لپاره لوګر ته تللي دي.
د ولسي جرګې غړی صادقي زاده نیلي په دې اړه وايي:«په داسې یو کال کې چې د ناامنۍ او د افغانستان د خلکو د وژنې کال دی، تاسې وینئ چې وړې خبرې مطرحه کېږي او پر هغه اختلافونه رامنځته کېږي، خو سترې خبرې چې د دغه هېواد د امنیت او ټیکاو اصلي موضوعګانې دي، له بده مرغه هېرېږي.»
د افغانستان نوین ملي جبهې مشر انوارالحق احدي وویل:«کرا کرا خبره دې ځای ته رسېدلې چې حکومت له ښارونو هم دفاع کولای نهشي، یو ډېر دردونکی حالت دی، موږ هېڅ خوشحاله نهیوو د خوندیتوب احساس نه کوو.»
پر فراه ښار د طالبانو له ډلهيیزو بریدونو څو ساعته وروسته اجراییه رییس د وزیرانو شورا په غونډه کې ومنله چې حکومت امنیتي ستونزو او د جګړې په ډګرونو کې د ځواکونو اړتیاوو ته د پاملرنې پر ځای په نورو کارونو بوخت دي.
د حکومت اجرايي رییس عبدالله عبدالله په دې اړه زیاته کړه:« پر داسې کارونو بوخت یوو چې په خپله پرې نه پوهېږو او په خپله خوښ یوو او ځان ستایوو. په څو تېرو ورځو کې د ملي امنیت شورا د یوې غونډې شاهد نه وو، د سر قومندان اعلی د یوې غونډې شاهد نه وو. او په ورته وخت کې هره ورځ د افغانستان قتل عام شوي، زموږ امنیتي ځواکونه یې مرګ ته وړاندې کړي، دلته څوک مسوول دی.»
د ولسمشر او اجراییه رییس ترمنځ اختلافات هغه موضوع ده چې د ډېریو کسانو په اند دوی یې له اصلي کارونو لیرې ساتلي دي.
د اوبو او برېښنا د وزیر پر سر د ولسمشر او اجراییه رییس ترمنځ د دغه جنجال په شان چې ولسمشر علي احمدعثماني چې د سپيدار ماڼۍ کس وه ناکاره ګڼي او اجراییه رییس نوموړی مسلکي او ښه مدیر بولي.
افغان ولسمشر اشرف غني وویل:«هغه کارونه چې شوي دي د اوبو او برېښنا وزارت کار نه دی، د ډاکټر صاحب قیومي کار دی. کهچېرې ډاکټر قیومي نه وای، هېڅ یو دا کار به نه وای شوی، ځکه چې په وزارت کې بنسټیزې ستونزې دي او زموږ تولیدي برېښنا په خپلو پښو ولاړه نه ده. د برېښنا ټول بندونه درول شوي او هیله ده چې خلک قضاوت وکړي.»
خو عبدالله بیا داسې وايي:«د اوبو او برېښنا په وزارت کې د یوه ښه مدیریت له راتګ سره اوبه او همدارنګه د اوبو رسولو شرکت کې، ژمن متخصص او صادق چې همکاران یې خویندې او وروڼه چې ورسره همکار دي دي، موږ د بدلون شاهد یوو، د مثبت بدلون شاهد یوو.»
له دې سره سره ولسمشر لوګر ته په سفر کې په داسې حال کې چې په فراه کې سخته جګړه روانه ده، طالبان سولې ته رابولي.
ملي یووالي حکومت د کار له پيله له داخلي اختلافاتو سره مخامخ وه داسې اختلافات چې په ځینو حالاتو کې وېرونکي بلل شوي دي.