د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې نن(یکشنبې د غبرګولي۶مه)د دوې پر له پسې چاودنې وشوې، چارواکي وايي چې په دې پېښه کې چا ته زیان نه دی اووښتی.
د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیانی وايي چې چاودنې له غرمې کابو د یوولسو بجو په شاو خوا کې د نرسرۍ فارم ته نېږدې هغه وخت وشوې چې واټ ته څېرمه ځای پر ځای شویو ماینونو چاودنه وکړه.
د ننګرهار د والي ویاند د ماینونو موخې په اړه څه ونه ویل.
په دې اړه مو اندونه