د پوځ چارواکي د هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې د ۲۰ طالب وسلهوالو له وژل کېدو خبر ورکوي.
دا چارواکي زیاتوي چې یاد شمېر طالبان د افغان ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت په خوګیانو ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې د ۲۰ طالب وسله والو د وژل کېدو ترڅنګ دوه تنه نور نیول شوي دي.
د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې د سړک غاړې اوو ماینونه او اووه لاسي بمونه هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو دا ادعا نه ده منلې.