Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ننګرهار کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې ۱۱ تنه وژل شوي

د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ د دولتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې، ۱۱ تنه مړه او ۱۲ تنه نور نیول شوي دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا یو غړی وايي چې د وژل شویو په منځ کې د طالبانو یو پخوانی قومندان هم شامل دي او نیول شوي کسان هم د طالبانو همکاران وو.

حکومتي چارواکي که‎څه هم تراوسه څه نه دي ویلي، خو د خوږیاڼو ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي وايي چې وژل شوي ولسي وګړي دي.

طالبانو هم ویلي چې تېره شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ په «کوز بهار» سیمه کې د افغان ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې ولسي وګړي مړه او ټپيان شوي دي.

شریک یي کړئ