Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې یوې مېرمن خپل خاوند او لور وژلي دي

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې یوې مېرمنې خپل خاوند او کوچنۍ لور د شپې ناوخته په یوې خېمه کې سوځولي دي.

یاده مېرمن چې زینت نومېږي پرې تور دی شونې ده چې د کورني تاوتریخوالي له امله یې دغه کار ترسره کړی وي. د ننګرهار امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو پر ضد د مبارزې مسوولین وايي، دغه مېرمن نیول شوې او څېړنې ترې روانې دي.

د ننګرهار سره رود ولسوالۍ د نغر په کلي کې، زینت له خپلې لور او خاوند سره اوسېده. پر زینت تور دی چې د یکشنبې پر شپه یې خپل خاوند او لور د همدې کور دننه په کېږدۍ کې سوځولي دي.

د زینت خاوند شېر محمد نومېده او د ګاونډیانو په وینا، د هغې مېرمن څه وخت مخکې خپل کور هم پرېښی و او وخت ناوخت به یې ترمنځ کورني جنجالونه هم رامنځته کېدل.

د شېرمحمد ګاونډي سعد الله په دې اړه وویل:«مخکې د دوی ترمنځ څه لانجه تېره شوې وه،(د ښځې او خاوند) دا ښځه بیا څو موده نه وه، کله چې بېرته راغله، بیګا یو دم چیغې شوې، کله چې راغللم ومې لیدل چې دوه مړي پراته وو.»

 د پېښې عیني شاهد نورالله څرګنده کړه:«دا اور مو ترڅو چې مړ کاوه، داسې نه ښکارېدل چې په کې څوک دي، کله چې اور مړ شو او لوګي ورک شول پلار غریب یې پاک سوځېدلی وه او او دېخوا ته یې لور هم سوځېدلې وه.»

د سره رود ولسوال هم یاده پېښه او په‎کې د پلار او لور سوځول کېدل مني. د ننګرهار امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو پر ضد د مبارزې مدیریت بیا په دې تور د زینت د نیول کېدو یادونه کوي. 

 د سره رود ولسوال سید علي اکبر سادات په دې اړه وايي:«دا پېښه د سرود ولسوالۍ په قلعه نو په سیمه کې شوې ده. چې خېمې اور اخیستی دی او په پایله کې یې یو سړی او یوه ماشومه وژل شوي دي.» 

د ننګرهار امنیه قومندانۍ دجنايي جرمنو پروړاندې دمبارزي مدیر محمد اکبر څرګنده:«زموږ پولیسو اقدام کړی، د څار ډله د پېښې ځای ته تللې ده، قضیه یې وڅېړله، د شېرمحمد خپلوان ادعا لري چې د شېرمحمد مېرمن په دې پېښه کې لاس لري او موږ د هغه مېرمن نیولې ده او پېښه تر څېړنې لاندې د.»

هڅه مو وکړه چې د همدې قضیې په تړاو د شېرمحمد خپلوانو او د زینت نظر هم ولرو؛ خو د هڅو سره سره پرې بریالي نه‎شو. 

پر زینب تور دی شونې ده، چې د کورني تاوتریخوالي له امله یې خپل خاوند او لور سوځولي او وژلي وي. بلخوا د ننګرهار د امینه قومندانۍ وايي چې نوموړې مېرمن یې نیولې ده.

شریک یي کړئ