Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې د طالبانو پوځي مسوؤل ووژل شو

د ملي دفاع وزارت ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو پوځي مسوؤل له وژل کېدو خبر ورکوي.

د یاد وزارت په خپرپاڼه کې چې نن(شنبې د غبرګولي۵مه) خپره شوې ده راغلي چې د طالبانو دا غړی ګل محمد سنګري نومېده او د افغان ځواکونو د نوموړي پر پټنځي هوايي او ځمکني بریدونه وکړل.

خبرپاڼه وړاندې وايي چې ګل محمد له خپلو دوو ملګرو سره د ننګرهار ولایت سره‎رود ولسوالۍ په سواتي سیمه کې په نښه شوی دی.

دفاع وزارت په خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې وژل شوي طالب په ننګرهار ولایت کې ځانمرګو او یرغلیزو بریدونو کې لاس درلود او له مودو راهیسې یې د دې ولایت د خلکو ژوند له ګواښونو سره مخامخ کړی وه.

ننګرهار کې د طالبانو پوځي مسوؤل ووژل شو

دفاع وزارت د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې طالبانو پوځي مسوؤل او دوو ملګرو له وژل کېدو خبر ورکړ

شریک یي کړئ