Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې د چاودنې مرګ ژوبله ۳۲ تنو ته رسېدلې

د ننګرهار ولایت مهمند درې ولسوالي اړوند سیمه کې د لاریون کوونکو ترمنځ نن(سې شنبې د وږي۲۰مه) ځانمرګي بریدګر ورسره چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

د ننګرهار والي ویاند، عطاالله خوګیانی وايي چې په دې پېښه کې ۱۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او کابو ۵۷ نور ټپيان دي.

خو د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي چې په دغې چاودنه کې ۲۳ تنه وژل شوي او ۱۲۸ تنه نور ټپیان دي.

په ورته وخت کې، دننګرهار د ولايتي شورا مرستیال ویلي چې دغې پېښه کې څه باندې ۵۰ تنه وژل شوي دي.

چاودنه په داسې حال کې شوې چې یو شمېر د اچین ولسوالۍ اوسېدونکو د دې ولسوالۍ د سیمه‎ییزو پولیسو قومندان، بلال پاچا د ګوښه کېدو غوښتنه کوي.

دوی وايي چې یاد قومندان په یوشمېر جرایمو کې لاس لري.

د ملګرو ملتونو د مرستیالۍ دفتر یا یونما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه برید غندلی او له ټولو ښکېلو لورو یې غوښتي چې د ولسي وګړو له په نښه کولو څخه دې ډډه وکړي.

د برید مسوؤلیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا چاودنه د تورخم جلال آباد پر لویه لاره د مهمند درې ولسوالۍ اړونده سیمه کې د لاریون کوونکو ترمنځ شوې ده

شریک یي کړئ