د ننګرهار ولایت سیمهییز چارواکي وايي د جلال آباد ښار دریمې حوزې سیمه کې د ماین چاودنې له کبله دوه کسان وژل شوي دي.
دا چارواکي وايي پېښه نن(دوشنبې د وري په ۱۹مه نېټه) شوې ده او په ترڅ کې یې پنځه تنه ټپیان هم دي.
د ننګرهار د پولیسو ویاند، فرید خان وايي چاودنه پر رنجر موټر د نښلول شوي چسپکي ماین د چاودنې په پایله کې رامنځته شوې ده.
د وژل شویو کسانو د هویت په تړاو څه نه دي ویل شوي.
د پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې مخکې د ماین په چاودنه کې یوه ښځه وژل شوې وه او د دوو ماشومانو په ګډون پنځه تنه نور ټپیان وو.