Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې پر ۹زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي

د ننګرهار ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي، سږ کال د دغه ولایت په ۱۲ ولسوالیو کېپر ۹۰۰۰ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي.

۴۸ کالن ابراهیم یو له هغو بزګرانو دی چې د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې یې سږ کال پر یو جریب ځمکه کې کوکنار کرلي. دی وايي په سیمه کې یې د حکومت د حاکمیت نشتون له کبله دې کار ته مخه کړې او حکومت د مرستو نشتون هم دې چارې ته د مخه کیدو یو لامل دی.

ابراهیم وايي:«د عقرب په دولسم، پنځلسم او شپاړسم یې خلک کري، او کوکنار په ګلانو کې دي.»

په لرې پرتو سیمو کې د حکومت حاکمیت نشتون، بزګرو ته په لرې پرتو سیمو کې د بدیل معیشت پروژو او همدا راز د مناسبو بازارونو نه برابرول د کوکنارو د کر لاملونه بلل کيږي.

بزګر، ملاجان وايي:«غریب خلک دی یو پټی یې کرلي دي، امنیت نه وو نو خلک کوکنار کرلي، که دولت مرستې وکړي، نو خلک یې نه کري، څوک کوکنار څه کوي. خو کار نشته او خلک له ستونزو سره مخامخ دي.»

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی، ازاد خان زیاتوي:«هر څه کري، خو داسې سوداګر نشته چې توکي یې واخلي او بازار نشته، خو خلکو باندې اجارې زیاتې دي، نو ځکه کوکنارو ته مخه کوي، کنه خلک کوکنار څه کوي.»

 د رسمي مالوماتو له مخې تېر کال په ننګرهار کې ۱۸زره هکتاره ځمکه پر کوکنارو پوښل شوې چې دا شمېره پنځوس سلنه راټیټه شوې ؛خو سږ کال هم د دې ولایت په ۱۲ ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي

د ننګرهار والي، شاه محمود میاخېل وايي:«تېر کار ننګرهار کې پر ۱۸ زره هتکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي وو، خو سږ کال پنځوس سلنه په کې کموالی راغلی. سیمو کې د حکومت نفوذ زیاتېدو سره کوکنار کمیږي.»         

 ننګرهار کې د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې رییس، ادریس ساپی زیاتوي:«۱۲ ولسوالیو کې کوکنارو په ډېره کمه کچه کرل شوي دي، هغه په هغو سیمو کې چې د حکومت حاکمیت په کې نشته.
 
دا بیا د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ اړوند یوه سیمه ده چې امنیتي ځواکونه پکې کوکنار لمنځه وړي. نیوکه بیا دا ده چې سږ کال د تېر کال په څېر په دغه ولایت کې د کوکنارو د لمنځه وړلو کمپاینونه هم پڅ دي.

د ننګرهار والي وايي د تېر کال په پرتله په دې ولایت کې د کوکنارو د کر کچه پنځوس سلنه راکمه شوې

شریک یي کړئ