Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې چاودنې د ۱۹ کسانو ژوند واخیست

د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې د چاودنې له کبله ۱۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۲۰ تنه نور ټپیان شول.

د یاد ولایت د والي ویاند، عطاالله خوګیانی وايي چې چاودنه کابو څلور بجې مازدیګر هغه مهال وشوه چې د جلال آباد ښآر یو شمېر اوسېدونکو غوښتل د ولسمشر لیدو ته ولاړ شي.

دا پېښه د جلال آباد ښار د لومړۍ حوزې په سیمه کې شوې ده.

ښاغلی خوګیانی وايي چې په پېښه کې لسو تنو د هېواد سیکانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

ولسمشر غني یک‎شنبې ننګرهار ولایت ته تللی وه او ټاکل شوې ده چې دوشنبې هم په دې ولایت کې پاتې شي.

د ننګرهار د والي ویاند وايي چې دا پېښه کې ۱۰ تنو اهل هنودو چې د پارلمان نوماند، اوتار سنګ هم په کې شامل دی، ژوند له لاسه ورکړی دی

شریک یي کړئ