د ننګرهار ولایت سیمهييز چارواکي تائيدوي چې د جلالآباد ښار دریمې امنیتي حوزې ته څېرمه نن(دوشنبې د کب۲۸مه) چاودنه شوې چې درې تنو ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپيان دي.
د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیانی وايي چې د چاودنې ټول زیانمن ملکي کسان وو.
دا چارواکي وايي چې پېښه هغهمهال رامنځته شوې ده چې په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي د ګلبدین حکمتیار پلویانو ناستې ته څېرمه چاودلي دي.
خو ویل کېږي چې له چاودنې مخکې غونډه پای ته رسېدلې وه.
د پېښې زیانمن شوي کسان د غونډي ګډونوال نه وو.
د برید مسوؤلیت تر اوسه کوم ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.