Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نوماندان: د غني له خوا وروستۍ ګومارنې ټاکنیز اړخ لري

ځينې ټاکنیزې ډلې او سیاسي ګوندونه د ولسمشر له خوا د وروستیو ګومارنو په غبرګون کې وايي چې د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې د ولسمشر دا کار ټاکنیز اړخ لري او باید ودرول شي.

دغه ټاکنیزې ډلې وايي چې د ټاکنو قانون پر بنسټ د ولسمشر دا کار له وخت مخکې ټاکنیزه سیالي ده او باید د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دا ډول کارونو مخنیوی وکړي.

د رحمت الله نبیل په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې ویاند عارف کیاني وايي:«دا ګومارنې او ګوښه کول چې د حکومت له خوا او په ورته وخت کې زیاتی چې شوی دا ټول ټاکنیز اړخ لري او ناوړه چاره ده چې د ټاکنو سیالۍ تر پوښتنې لاندې راولي.» 

ولسمشر غني نن سهار (شنبې د چنګاښ په ۸ مه)د یوه فرمان له لارې د خپل دفتر پخوانی ريیس عبدالسلام رحیمي د سولې په چارو کې د دولت وزیر وټاکه.

د دې فرمان ساعتونه وروسته ولسمشر غني د یو فرمان پر اساس د ولسمشر د ریاست دفتر په چوکاټ د ښې حکومتوالۍ د مرستیالۍ دفتر جوړ کړ او هارون چخانسوري یې د هغه مرستیال وټاکه.

د ولسي جرګې د غړو په وینا ولسمشر پاکستان ته له سفر سره هڅه کړې څو په راتلوونکو ټاکنو کې د دغه هېواد ملاتړ ترلاسه کړي؛ له همدې امله دغه سفر د سولې لپاره کومه لاسته راوړنه نه‎لرله.

د جمعیت اسلامي ګوند غړی حفیظ منصور په دې اړه وویل:«پاکستان ته د ولسمشر د سفر پایلې له مخکې مشخصې وې؛ د پاکستان دولت له مخکې چې له ولسمشر هرکلی وکړي د حکومت د اپوزیسیون یوې ډلې کوربه‎توب وکړ او په دې ډول یې افغان حکومت ته یې څرګنده کړه چې ولسمشر دومره ورته مهم نه دی... د دغه سفر موخه د پاکستان د ملاتړ ترلاسه کول دي. په داسې شرایطو کې له ورایه څرګنده وه چې پاکستان په هېڅ ډول چمتو نه ده چې له ډاکټر اشرف غني سره همکاري وکړي؛ ځکه چې دوی باید خالي لاس راستون شوی وي.»

ولسمشرۍ ته نوماندان وايي، د ولسمشر دا کارونه ټاکنیزه مبارزه ده او باید ټاکنیز کمېسیونونه یې مخه ونیسي.

له دې وړاندې هم ولسمشر په یو شمېر وزارتونو او سفارتونو کې بدلونونه راوستي چې د یو شمېر ګوندونو او ولسمشرۍ ته د یو شمېر نوماندانو له نیوکو سره مخ شوي د

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندان وايي، د ولسمشر له خوا وروستۍ ګومارنې ټاکنیزه مبارزه ده او باید ټاکنیز کمېسیونونه یې مخه ونیسي.

شریک یي کړئ