Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نوماندان: غني او عبدالله له سولې د ټاکنو د مهندسۍ لپاره کار اخلي

د ولسمشریزو ټاکنو د ترسراوي په درشل کې، د څوم ځل دی چې ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندان ولسمشرۍ ماڼۍ، ولسمشر او اجراییه ریاست د ټاکنو د مهندسۍ په هڅې تورن وي.

دا ځل ولسمشرۍ ټاکنو ته پنځه نوماندان - محمد حنیف اتمر، احمد ولي مسعود، فرامرز تمنا، شهاب حکیمي او رحمت الله نبیل - ولسمشر او اجراییه رییس تورن وي چې د سولې له خبرو اترو ناوړه استفاده کوي، څو ټاکنې مهندسي کړي.

ولسمشرۍ ته نوماند محمد حنیف اتمر وايي:«قیمت دا وي چې انتخابات شا ته ولوېږي، نو ملت به پرې تصمیم ونیسي. خو زه سخت د دې شي مخالف یم، چې دا تصمیم د ملت په نماینده‎ګي داسې څوک یې ونیسي چې هغه اوس مشروعیت نه‎لري.»

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند فرامرز تمنا هم وویل:«موږ باید ټاکنې د یوه ملي او دموکراټیک بهیر په توګه، د یوې مبهمې او ناڅرګندې سولې قرباني کړو.»

ټاکل شوې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې، د روان لمریز کال د تلې په اتمه نېټه ترسره شي. په دغو ټاکنو کې د ولسمشر غني او عبدالله عبدلله په ګډون اتلس تنو ځانونه نوماند کړي دي.

که‎څه هم د ولسمشریزو ټاکنو د منډو ترړو د پیل لپاره یوه اوونۍ وخت پاتې دی، خو په دې برخه کې د نوماندانو چمتووالی کم رنګه ښکاري.

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند شهاب حکیمي وايي:«دا حکومت غواړي په هره بڼه چې وي خنډ رامنځته کړي، څو هغه کار (د ټاکنو ترسراوی) وځنډېږي او دلته د درغلیو لپاره مهندسي شويو ټاکنو ته زمینه برابره کړي.»
په ورته وخت کې مخکني ولسمشر حامد کرزی وايي، که‎چېرې له ټاکنو مخکې له طالبانو سره د سولې یوه هوکړه ترلاسه شي، ښايي د ولسمشریزې ټاکنې وځنډېږي.

ښاغلی کرزی همدا ډول د لنډ‌مهالي حکومت له جوړېدو سره مخالفت ښيي.

مخکني افغان ولسمشر حامد کرزی څرګندوي:«لنډمهاله حکومت نه غواړو. سوله غواړو. که‎چېرې سوله راتلوونکې ده او خدای دې وکړي چې ډېر ژر راشي، بیا کېږي چې ټاکنې وځنډېږي. سوله د افغانستان د خلکو لومړیتوب دی.» 

بلخوا بیا د ولسمشر ویاند وايي، ټاکنې او سوله دواړه د حکومت لومړیتوبونه دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي زیاته کړه:«افغان حکومت او په راس کې یې افغان ولسمشر د ټاکنو ترسراوي لپاره جدي ژمنه لري.»

تمه ده چې د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې میاشتې په شپږمه وشي، خو له دې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي، د افغانانو ترمنځ په راتلوونکې غونډه کې که هره هوکړه وشي، عملي به شي.

ولسمشرۍ ټاکنو ته پنځه نوماندان وايي چې حکومت په قصدي توګه هڅه کوي چې د ولسمشرۍ ټاکنو په ترسراوي کې ځنډ رامنځته کړي.

شریک یي کړئ