Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نوښتګر افغان ماشوم د لېونل مسي د لیدو په تمه

پنځه کلن ماشوم مرتضی احمدي چې له پلاسټیکي کڅوړې څخه یې ځان ته د فوټبال د نړۍ د غوره لوبغاړي لېونل مسي کمیس جوړ کړی او غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

د دغه پنځه کلن ماشوم پلار د هغه لپاره د لېونل مسې د کمیس د پېر توان نه درلود او مرتضی په خپله له کڅوړې څخه ځان ته لسمه شمېره کمیس چې د ارژانټاین د ملي لوبدلې د کمیسې په رنګ وه،جوړ کړ.

له هغې وروسته کله چې د مرتضی په خپل لاس له جوړ شي کمیس سره انځورونه یې په مجازي فضا کې لاس په لاس وڅرخېدل او لېونل مسي ته ورسېدل؛د فوټبال د نړۍ غوره لوبغاړي په خپل ټوېټر کې له خلکو څخه وغوښتل چې دغه ماشوم هغه ته معرفي کړي ترڅو هغه دغه ماشوم ته خپل یو کمیس ډالۍ کړي.

څه موده مخکې د نړۍ په خبري رسنیو کې یو رپوټ خپور شو چې مسي به له هغه ماشوم سره وګوري چې له پلاستیکي کڅوړې یې د ځان لپاره کمیس جوړ کړی دی او خپل کمیس به هغه ته ورکړي، د دغه خبر له خپرېدو وروسته یوې عراقي شبکې یو عراقي ماشوم وښوده چې ګواکي دا هماغه ماشوم دی.

پنځه کلن ماشوم مرتضی احمدي چې له پلاسټیکي کڅوړې څخه یې ځان ته د فوټبال د نړۍ د غوره لوبغاړي لېونل

Thumbnail

پنځه کلن ماشوم مرتضی احمدي چې له پلاسټیکي کڅوړې څخه یې ځان ته د فوټبال د نړۍ د غوره لوبغاړي لېونل مسي کمیس جوړ کړی او غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

د دغه پنځه کلن ماشوم پلار د هغه لپاره د لېونل مسې د کمیس د پېر توان نه درلود او مرتضی په خپله له کڅوړې څخه ځان ته لسمه شمېره کمیس چې د ارژانټاین د ملي لوبدلې د کمیسې په رنګ وه،جوړ کړ.

له هغې وروسته کله چې د مرتضی په خپل لاس له جوړ شي کمیس سره انځورونه یې په مجازي فضا کې لاس په لاس وڅرخېدل او لېونل مسي ته ورسېدل؛د فوټبال د نړۍ غوره لوبغاړي په خپل ټوېټر کې له خلکو څخه وغوښتل چې دغه ماشوم هغه ته معرفي کړي ترڅو هغه دغه ماشوم ته خپل یو کمیس ډالۍ کړي.

څه موده مخکې د نړۍ په خبري رسنیو کې یو رپوټ خپور شو چې مسي به له هغه ماشوم سره وګوري چې له پلاستیکي کڅوړې یې د ځان لپاره کمیس جوړ کړی دی او خپل کمیس به هغه ته ورکړي، د دغه خبر له خپرېدو وروسته یوې عراقي شبکې یو عراقي ماشوم وښوده چې ګواکي دا هماغه ماشوم دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه