Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د نارنجو او ګلابو عطرو ګرم بازار

د افغانستان د نارنجو او ګلابو خالص عطر د سیفورا په نړیوال پلورنځي او د هغه د څانګو له لوري د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پلور ته اېښودل شوي دي.

د اورځلا په نامه د عطر جوړولو یوه کارخونه چې د کاناډا پر یو شرکت یې سږ کال د نارنجو او ګلابو لسګونه لېټره عطر پلورلي اوس یې په نړیوال بازار کې ځانګړی ځای نیولی چې د سیفورا د عطرو د نړیوال پلورنځي له خوا په بېلابېلو هېوادونو کې پلور ته وړاندې شوي.

د خرڅلاو دغه نړیوال مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تازه یې د افغانستان د نارنجو او ګلابو عطر د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې پلور ته وړاندې کړي دي.

عبدالله ارسلا د اورځلا په نوم په هېواد کې د نارنجو او ګلابو څخه عطر تولیدوي، سږ کال یې پر یوې کاناډايي کمپنۍ لسګونه لېټره خالص عطر پلورلي چې تر بسته بندۍ وروسته یې د خرڅلاو مرکز ته ورکړي دي.

د اورځلا عطر جوړونې شرکت مشر عبدالله ارسلا په دې اړه وویل:« لومړنۍ پروسه په جلال اباد کې ترسره کوو او د ګلابو او نارنجو اوبه ترلاسه او بهر ته یې صادره وو.»

د نارنجو او ګلابو کر په ننګرهار کې ډېر کېږي، هملته د اورځلا کمپنۍ له لوري ترې خالص عطر تولیدېږي چې بیا یې له یو لېټر خالصو عطرو څخه بېلابېلو هېوادونو کې تر ۱۰۰۰۰ بوتله عطرو کې ترې کار اخیستل کېږي.

ښاغلي ارسلا زیاته کړه:«د ګلابو او نارنجو عطرونه د خوشبویۍ سربېره د درملو خاصیت هم لري.»

اختر محمد بیا د نارنجو او ګلابو دا عطر د کابل ښار په تایمني سیمه کې پلوري، دی وايي، دا عطر طبیعي خوشبویي لري چې اوس په کور دننه هم ډېر مینه‎وال لري.

د نارنجو او ګلابو د عطرو  پلورونکی اختر محمد وايي:«زموږ عطرونه خالص دي او اضافي توکي نه لري نو له همدې امله خلک یې خوښ وي.»

په ننګرهار کې زرګونه جریبه د نارنجو باغونه او همدا راز ۱۵۰۰ جریبه ځمکه کې ګلاب کرل شوي دي چې شاوخوا دوه زره کسان په کې په کار بوخت دي او ترې جوړېدونکي عطر په اروپا او امریکا کې ښه بازار لري.

شریک یي کړئ