Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نیکلسن: امریکا پر پاکستان فشارونه زیاتوي

امریکا تر اوسه له پاکستان سره په دې هېواد کې د ترهګرو امنو پټن‎ځایونو له منځه وړو له موخه څو ځله خصوصي خبرې اترې کړې دي.

که څه هم دغه امریکایي جنرال مني چې پر پاکستان له زیاتیدونکو فشارونو سره سره تر اوسه دغه هېواد د ترهګرو پر ضد کوم کار نه دی کړی، خو له اسلام آباد سره د واشنګټن د جدي بحثونو خبره کوي.

ښاغلی نیکلسن زیاتوي:«له پاکستاني چارواکو سره مو په لوړه کچه څو بحثونه لرلې دي؛د روان کال له پېل راهیسې ولسمشر ټرمپ پر پاکستان پوځي مرستې ځنډولې دي،موږ له پاکستانه غواړو چې دغه پناه ځایونه له منځه یو سي . که څه هم ځينې کارونه شوي دي ؛ خو دغو کارونو په افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړی نه دی.»

د امریکايي او ناټو ځواکونو لوی درستیز، جنرال جان نیکلسن وايي چې طالبانبه د سولې له بهیر سره یوځای شي، خو یو شمېر به یې کله هم له جګړې لاس په سر نشي.«په دوه زرو اتلسم کال کې به تاسو تر ډیره د افغان امنیتي ځواکونو یرغلیز عملیات ووینئ، د دغو عملیاتو مشري به د کومانډو ځواکونو وي او د افغان هوايي ځواکونو ملاتړ به ولري، موخه به یې د دولت تر نفوذ لاندې سیمې پراختیا او دغه راز د ټاکنو د امنیت ټینګښت وي څو د ټاکنو تر وخته د رایې ورکونې د ډیرو مرکزونو امنیت ټينګ شي.»

امریکا متحده ایالتونو پر پوځي فشارونو سربیره د پارلماني ټاکنو ترسره کیدل او په اندونیزیا کې د دیني عالمانو غونډه پر دې ډلې ټولنیز او سیاسي فشارونه بولي .

نیکلسن وړاندې وايي:«زه فکر کوم چې سږکال به جګړه روانه وي ؛ که څه هم موږ غواړو چې د سولې هڅې پایلې ورکړي، دا به سږکال متفاوت څه وي چې د سولې د بهیر له پر مخ بیولو سره جوخت به د جګړې په ډګرونو کې پر طالبانو فشارونه واچول شي. سږکال یو ټولنیز فشار یانې د ټاکنو ترسره کیدل او دغه راز په اندونیزیا کې د دیني عالمانو غونډه به یو مذهبي فشار وي چې پر طالبانو واچول شي.»

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري وايي چې سږ کال به هم پر پاکستان فشارونه زیات شي:«په روان کال کې د خالد پوځي عملیات بریالي وو او د دښمن موخې یې ورانې کړې چې غوښتل یې د ولایتونو مرکزونه نسکور کړي. دا عملیات به راتلونکي کال کې زیات شي.»

دغه امریکايي پوځي وایي چې ولسمشر ټرمپ به د پاکستان پر وړاندې د نورو اقداماتو په تړاتو پریکړه وکړي.

جنرال نیکلسن مني، سره له دې چې پر پاکستان فشارونه زیات شوي دي، خو دې هېواد تر اوسه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې هیڅ کار نه دی کړی

شریک یي کړئ