Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نېکلسن:طالبانو د افغان ځواکونو په پرتله دوه برابره مرګ ژوبله لرلې

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکسن په روان کال کې د طالبانو مرګ ژوبله د امنیتي ځواکونه په پرتله دوه برابره بولي.

جنرال جان نېکلسن له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وایي چې د روان کال د جګړو په ډګرونو کې طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو په پرتله دوه برابره مرګ ژوبله لرلې ده چې له همدې امله یې په ښارونو کې ځانمرګو بریدونو ته مخه کړې خو وسله‎وال طالبان بیا دغه ادعا نه مني.

هغه زیاته کړه:« دا د دښمنانو یوه قصدي هڅه ده چې دا شان بریدونو سره د کال تر وروستیو خپل شتون وښيي. نو وروسته تر هغو چې دښمنانو د جګړې په ډګر کې ماتې وخوړه او افغان ځواکونو سره په نښتو کې یې مرګ ژوبله دوه هومره شوه، نو سره را غونډ شوي او پرېکړه یې کړې چې د اکتوبر په میاشت کې ځانمرګي بریدونه وکړي. دې بریدونو سره کومه بله سیمه نه ده ولکه کړې له دې سره چې دولتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې خو تر ډېره ولسي وګړو ژوند بایللی دی.»

په ورته وخت کې د امریکا د دفاع وزیر وایي، طالبانو سره د سولې تر خبرو وړاندې شرط د افغانستان د اساسي قانون منل دي.

د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس څرګنده کړه:«پخلاینه باید د افغانانو په مشرۍ وي. طالبانو سره دې د سولې خبرې پیل شي په هغه صورت چې وژنه بس کړي او د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ ژوند تېر کړي.»

په همدې حال کې جنرال نېکلسن مني چې پاکستان ته د واشنګټن خبرداري سره سره  د ترهګرو د پتن‎ځایونو په برخه کې د اسلام اباد تګلاره نه ده بدله شوې.

هغه په ډاګه کړه:« تاسې د امریکا د ولسمشر او مشرتابه له خبرو کولی شئ پوه شي چې پاکستان اړتیا لري، ترڅو موږ سره د هغو ترهګرو ډلو پر ضد مبارزه کې کار وکړي چې افغانستان کې یې امنیت ګډوډ کړی.»

هغه مهال چې ولسمشر ټرمپ، په تېره اګست میاشت کې د سوېلي اسیا لپاره نوې تګلاره اعلان کړه، پاکستان باندې یې تور ولګاوه چې طالب مشرانو ته یې پناه ورکړې او حقاني شبکې څخه ملاتړ کوي.

ډونلډ ټرمپ ګواښ وکړ چې پاکستان سره به د امریکا اړیکې، د د ترهګرو د پټن‎ځایونو د نښه کولو په شرط وي. خو اسلام اباد بیا دا ادعاوې رد کړي.

شریک یي کړئ