Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نېکولاس کي: سولې ته د رسېدو لپاره باید بیړه وشي

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نېکولاس کي، رامنځته شوې موکه، په تېرو اولسو کلونو کې سولې ته د رسېدو لپاره مهمه موکه ګڼي او وايي چې باید له دغې موکې استفاده وشي.

ښاغلي کي له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايي اوس د دې وخت دی چې سولې ته د رسېدو لپاره باید عجله وشي او همدارنګه له صبر او زغم څخه کار واخیستل شي؛ ځکه چې د سولې بهیر وخت نیوونکی دی او ستونزمنې موضوعګانې دي چې باید د افغانانو ترمنځ حل شي.

هغه زیاته کړه:«هره موکه چې طالبان وکړای شي له نورو افغانانو سره تعامل وکړي او د یو بل لیدلوري ښه وبولي یو ښه کار دی او د دوحې غونډه په دې درشل کې یو منطقي ګام دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت، سیاستوالو او طالبانو ترمنځ بین الافغاني ناسته چې ټاکل شوې وه په قطر کې ترسره شي لغوه شوې. افغان حکومت ویلي چې دا ناسته افغان ګډون کوونکي پلاوي په ترکیب کې د قطر حکومت د مداخلې له امله لغوه شوه.

نېکولاس کي، بین الافغاني غونډې یو ښه خوځښت بولي او وايي که‎څه هم دا ډول خبرې اترې د سولې اصلي خبرې اترې نه دي، خو دا به د دې لامل شي څو طالبان او نور افغانان خپل لیدلوري سره شریک کړي.

له بلخوا، د ناټو دا چارواکی، د طالبانو پسرلني عملیات وغندل او هغه یې خواشیني کوونکي وبلل:«ولې باید وغواړو چې عملیات ولرو؟ په داسې حال کې تمرکز باید د سولې په خبرو اترو وشي. خلک د تاوتریخوالي د کموالي غوښتونکي دي. افغان حکومت، امنیتي ځواکونه او ناټو د تاوتریخوالي د کموالي غوښتونکي دي.» 

په افغانستان کې د ناټو غیرنظامي استازی، د سولې پر خبرو اترو سربېره، د ولسمشرۍ ټاکنو ترسراوی هم مهم بولي او وايي دواړه موضوع باید هم‎مهاله پرمخ ولاړ شي.

اخوا د حکومت، سیاستوالو او طالبانو ترمنځ بین الافغاني ناسته چې ټاکل شوې وه په قطر کې ترسره شي لغوه شوې ده.

شریک یي کړئ