Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات؛ لسګونه ښوونځي ودانۍ نه لري

په هرات کې د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د مرکز په شمول په ګڼو سیمو کې تر ۲۳۰ ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په خیمو کې زده کړې کوي. 

 د دې ریاست رییس روح الله ازهد وايي حتی د ولایت په مرکز کې لسګونه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې له ستونزو سره مخ دي. 

ازهد د طلوع‌نیوز خبریال ته وویل: «شاوخوا ۲۳۶ ښوونځي ودانیو ته اړتیا لري، چې لیستونه يې ښارجوړونې ته تللي دي.»

د ښوونځيو زده کوونکي وايي چې د هوا په سړېدو سره يې ستونزې ډېرې شوې دي او باید چارواکي يې غږ واوري. 

د امنې په نوم یوې زده کوونکي وویل: «په اوړي کې خیمې ډېرې ګرمې وې، ژمي کې یخې وي، باران او باد سره په ستونزو کې یو، خصوصاً ازموینو کې چې کله باران کېږي، خیمې مو پر پارچو را څاڅي.»

انیتا هم ورته نظر لري، هغه وايي: «حتی نه شو کولی چې خپل لیکلی تمرین وکړو، یا هم د ازموینې پارچې سمې حل کړو.»

د ولسي جرګې یو شمیر غړي وایي چې د معیاري درسي ټولګیو نشتوالی د زده کوونکو پر روحیې ناوړه اغیز لري او حکومت باید د دې ستونزې د اواري لپاره ګام واخلي.

د ولسي جرګې غړې ناهید فرید په دې اړه وویل: «څنګه یو زده کوونکي ته ووایو، چې درس ووایاست، په داسې حال کې چې لمر يې پر سر، باران يې پرسر، د باران اوبه يې خیمو ته د ننه ورځي او د ښوونکي غږ د بل ټولګي د زده کوونکو په شور کې نه اوري.»

په همدې حال کې د هندوستان او یوه کورني بنسټ په مالي مرسته د ۴۵۰ زره ډالرو په لګښت په هرات ښارکې د دوو ښوونځیو د ودانیو د جوړیدو کار پېل شوی دی .

په هرات کې د هند قونسلګرۍ چارواکي ژمنه کوي چې دغه هېواد به په هرات کې د ښوونځیو د جوړیدو په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي .
 
په هرات کې د هندوستان جنرل قونسل کمار ګورو وړاندې زیاته کړه: «په ټوله کې ویلی شم، چې هند، په هرات، فراه، غور او بادغیس کې د ساختماني چارو لپاره شل میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.»

د هرات ولایت د پوهنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ ټول ۱۲۰۰ ښوونځي شته، چې تر شاوخوا ۲۳۰ ډېر يې ودانۍ نه لري.
 
هرات؛ لسګونه ښوونځي ودانۍ نه لري

د هندوستان او یوه کورني بنسټ په مالي مرسته د ۴۵۰ زره ډالرو په لګښت په هرات ښارکې د دوو ښوونځیو د ودانیو د جوړیدو کار پېل شوی دی .

شریک یي کړئ