Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات ته د لوړپوړو امنیتي چارواکو سفر

هرات کې د طالب ضد عملیاتو د پلانولو په موخه د ملي دفاع سرپرست وزیر، د کورنیو چارو وزارت مرستیال او هېواد کې د بهرنیو ځواکونو قومندان هرات ولایت ته تللي دي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر، اسدالله خالد د طالبانو د ځپلو او په لویدیځه حوزه کې د یادې ډلې د سیمو د بیا نیونې په موخه د پوځي عملیاتو خبر ورکوي. ښاغلی خالد وايي چې د طالبانو پر وړاندې به یرغلییز بریدونه زیات کړي.

د هېواد د ملي دفاع سرپرست وزیر، اسدالله خالد څرګندوي:«‎زموږ عملیات په غور ولایت او هرات مربوطاتو کې، فراه او بادغیس کې دوام لري،  موږ لویو عملیاتو ته چمتوووالی نیسو، او د خدایه په غوښتنه به موږ دښمن په اساسي توګه له دې سیمو ورک کړو.»

همداراز د کورنیو چارو وزارت هم د طالبانو د ځپلو او هغوی د زندانونو د ورانولو خبره کوي، د یاد وزارت مرستیال څرګندوي چې د طالبانو پر وړاندې یې د جګړې لارې بدلې کړې دي.

 د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال، خوشحال سعادت څرګندوي:«سراسري ژمنه شته ده، د طالبانو زندانونه، مشري، ملاتړي یې له منځه وړو، پرته له دې چې کوم توپیر وکړو، شاید د وخت پوښتنه وي چې کله له منځه ځي، نور یې د منځه وړو هوډ شته.»

په همدې حال کې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ویاند څرګندوي چې د طالبانو د ځپلو په موخه بهرني ځواکونه د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.

افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ویاند، دیوید بیتلر وايي:«د افغانستان خلک غواړي چې اخر کې بهرني ځواکونه د دوی هېواد پرېږدي. په پایله کې په دې مانا چې موږ سولې ته ورسيږو. موږ له افغان امنیتي ځواکونو سره مرستې ته ژمن یوو تر څو یوې سیاسي حل لارې ته ورسیږو. موږ د افغانستان خلکو ته ژمن یوو چې دوی یوې سولې ته ورسیږي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ(د غبرګولي په ۲۰مه نېټه) یادو افغان او بهرنیو امنیتي چارواکو فراه ولایت ته سفر کړی وو. دوی په داسې حال کې د هېواد لویدیځې حوزې ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې په دې حوزه کې د نا امنیو ډېر راپورونه تر غوږ کیږي.

هرات ته د لوړپوړو امنیتي چارواکو سفر

د ملي دفاع سرپرست وزیر، اسدالله خالد د طالبانو د ځپلو او په لویدیځه حوزه کې د یادې ډلې د سیمو د بیا نیونې په موخه د پوځي عملیاتو خبر ورکوي

شریک یي کړئ