هرات ولایت کې د درملي بوټو د تولیداتو له زیاتوالي سره د دغو درملو د استفادې لپاره د خلکو لېوالتیا هم زیاته شوې ده.
دا درمل چې په ساده او لومړنۍ بڼه تولیدېږي خو ډېر خوښوونکي لري.
د هرات ډېری اوسېدونکي د صنعتي درملو د استفادې پر ځای سنتي او درملي بوټو ته یې مخه کړې ده.
ډاکټران په دې باور دي چې د کېمیاوي درملو په پرتله د درملي بوټو استفاده غوره ده او د بدن پر غړو ښه اغېزه لري.
د هرات اوسېدونکی محمد رحیم وویل:«له درملي بوټو څخه مې چې استفاده وکړه الحمدالله اوس مې صحت ډېر ښه او بشپړ دی او ډېر ښه یم.»
د هرات بل اوسېدونکی محمد رحیم هم وايي:«کېمیاوي درمل انسان ته زیان رسوي.»
دمګړۍ هرات کې پنځوس ډول درملي بوټي تولیدېږي او د دغو درملو ځينې برخه یې بهر ته هم صادرېږي.
هرات مېشتی عبدالفتاح وايي:«درې کاله کېږي چې له درملي بوټو استفاده کوم او ډېره ګټه مې ترې لیدلې ده او کورنۍ مې هم استفاده کوي.»
د درملي بوټو د کارخونو مسوولان وايي چې ځينې دغه درمل له هېواده بهر هم صادرېږي او هڅه کوي چې هرات کې سنتي طب ته وده ورکړي.
د درملي بوټو د تولید کارخونې مسوول فضلاحمد عطاران څرګندوي:«څه باندې پنځوس ډوله د بوټو عرقیات تولیدو چې ډېر ښه درملي خواص لري پخوانی سنت او یوناني طبابت، موږ د پخواني حکیمجي طب بیا را ژوندی کوو.»
ډاکټران په دې باور دي د کېمیاوي درملو په پرتله د درملي بوټو جانبي خطرونه ډېر کم دي.
ډاکټر رضا پاداش زیاتوي:«د کېمیاوي او بوټو ترمنځ توپیر دا دی چې هغوی ډېر تاوانونه لري خو بوټي یې نهلري او په ډېر کم وخت کې کولای شي چې پر بدن اغېزه وکړي.»
درملي بوټي، بېلابل بوټي دي چې هرات کې ترې درمل جوړېږي. د غاټول ګل د دې سربېره چې د عطر په تولید کې ترې کار اخیستل کېږي د بېلابېلو درملو په جوړولو کې هم ترې استفاده کېږي، ډېری دغه درملي بوټي په دښتو او غرونو کې په خپلسري توګه راشنه کېږي.