Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د کارګرو ماشومانو زیاتوالی

په هرات ولایت کې د کورنیو بې‎ځایه شویو زیاتوالي سره په ښار او بازار کې د کارګرو ماشومانو شمېر زیات شوی.

په هېواد کې بې‎کاري او فقر لامل شوی چې یاد ماشومان له زده کړو پاتې او پر سرکونو بېلابیلو کارونو ته اړ شي.

په هرات کې د کارګرو ماشومانو له ډلې یو یې هم لس کلن امیرزاد دی، هغه بوټان رنګوي. امیرزاد د یو شمېر کسانو لخوا د جنسي زورونو هم شکایت کوي.

دی وايي سهار تر ماښامه کار کوي او کابو پنځوس افغانۍ ترلاسه کوي چې پرې خپلې دولس کسیزې کورنۍ ته خوراکي توکي اخلي.

امیرزاد څرګندوي:«کابو یو کال کېږي چې هرات ته راغلی یم، او کابو شپږ میاشتې کېږي چې د بوټانو پر رنګولو بوخت یم.»

امیرزاد زیاتوي پلار یې د تریاکو راټولو په موخه فاریاب ولایت ته تللی دی او د کور مسوولیت ده ته ورپاتې دی.

بل کارګر ماشوم، محمد وايي:«د ورځې دولس جوړې بوټان رنګوم، خلک راسره ښه چلند نه کوي، ډېر خلک بوټان نه رنګوي.»

سورج هم پر سرکونو کار کوي او څرګندوي:«زه آلو خرڅوم، د ورځې کابو ۵سوه او شپږ سوه کار کوم او بیا یې کورته وړم مور ته یې ورکوم.»

په همدې حال کې هرات کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون سیمه ییز دفتر په دې ولایت کې د ماشومانو حالت د اندېښنې وړ بولي.

هرات کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر د ماشومانو د څانګې مسووله، ملکه رسولي وايي:«ماشومان د خځلو ټولولو باندې بوخت دي، بوټان رنګوي، یو شمېر یې ګدايي او غلا هم کوي، حالت یې د اندېښنې وړ دی. اوسه پورې د یادو ماشومانو په اړه کره شمېره نشته، او بل باید چې دولت دې ماشومانو ته پام وکړي.»

په همدې حال کې د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د یو شمېر بنسټونو په مرسته د کارګرو ماشومانو د ستونزو هوارۍ خبره کوي.

د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس، عبدالقیوم افغان وايي:«د کار او ټولنیزو چارو ریاست او همکارو بنسټونو په مرسته پروګرامونه شته چې ماشومانو ته پام وشي، یو شمېر پروګرامونو ته معرفي شي، کورنیو سره یې مرسته وشي.»

دا اندېښنې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د هرات په ښار او ولسوالیو کې د کارګرو ماشومانو شمېر کابو ۹زرو ته رسیږي.

شریک یي کړئ