Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د یوې چاودنې په ترڅ کې دوه ماشومان وژل شوي

د هرات ولایت ځايي چارواکي وايي چې د هرات په ښار کې د یوې چاودنې په ترڅ کې دوه ماشومان وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان دي.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده په دې اړه طلوع نیوز ته وویل چې دغه چاودنه نن مازدیګر د پنځه نیمو بجو په شاوخوا کې (پنجشنبې د زمري په ۱۸ مه) د هرات ښار د لومړۍ حوزې په اړوند د «قول اردو» په سیمه کې رامنځته شوې ده.

 ویل کېږي چې دا چاودنه په دغه ولایت کې د ولسي پاڅون کوونکو پر یوه قومندان د ځانمرګي برید له امله وه.

د پېښې شاهدان وايي چې د ولسي پاڅون کوونکو دغه قومندان ټپي شوی دی.

تراوسه کومې ډلې د دغې چاودنې پړه نه ده منلې.

د هرات ځايي چاروکي که څه هم د دغې چاودنې پخلی کوي او وايي دوه ماشومان په کې وژل شوي، خو د هغه د ډول په اړه څه نه وايي.

شریک یي کړئ