Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې له بایومېټریک وروسته۳۵۰ بې ځایه شویو کورنیو سره مرستې وشې

د لومړي ځل لپاره له هغو بې ځایه شویو سره چې له بېلابېلو ولایتونو هرات ولایت ته کډه شوې د دولت له بودیجې ورسره نغدي مرستې وشوې.

 ۳۵۰ بې ځایه شوې کورنۍ له ارزونې او بایومېټریک وروسته د دولت له دغو مرستو برخمنې شوې.

عبدالکریم چې یو له دغو بې ځایه شویو څخه دی وايي:«موږ د وچکالۍ په خاطر راغلي یوو او هلته ډېره ناامني هم وه، که‎چېرې د حکومت له خوا له موږ سره مرسته کېږي. د یخ، سرپنا او خوراکي توکو په برخه کې وشي. درې ځلور میاشتې کېږي چې زه راغلی یم په دې موده کې له ما سره دوې بوجۍ اوړه او اوه نیم زره افغانۍ مرسته شوې ده.» 

یو بل بې ځایه شوی جان آقا هم وویل:«دغه کومک چې موږ ته راکړي موږ عاجل مریضان لرو در په دره او ټوکر ټوکر یوو. خېمې یې راکړې وې اوس زما نوم په خېمو کې پاتې دی او همدارنګه په اوو نیمو زور افغانیو کې هم زما نوم پاتې دی. داسې دې نه کوي هغه سروې چې راغله مستحقه یې پرېښودل او هغه چې مستحقه نه وو هغوی ته یې ورکړل.»

اخوا داسې کورنۍ هم شته د دې سربېره چې څو ورځې په بېلابېلو ادارو کې د نوم لیکنې لپاره سرګردانه و خو له دغو مرستو نه دي برخمن شوي.

دغه کورنۍ څه موده وړاندې له ایرانه راایستل شوې او د ژمي په سړه هوا کې په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي خو له ډېرو هڅو سره سره یې مرستې نه دي ترلاسه کړې.

له ایرانه ایستل شوې شیرین وايي:«اوس له خپلو ماشومانو سره تر خېمې لاندې ژوند کوم، بخارۍ نه لرم، لرګي نشته فرش او کمپله هم نه لرم، ماشومان مې د سړې هوا له امله ژاړي. بل خوا د خوړلو لپاره هم څه نه لرو، کله دوه ورځې او کله هم یوه ورځ وږي ویده کېږي.»

خو د هرات د کډوالو او راستنېونکو چارو ریاست وايي بې ځایه شوې او راستنې شوې کورنۍ د یوې منظمې سروې له مخې په دغو مرستو کې شاملېږي.

د هرات د راستنېدونکو او کډوالو چارو رییس  احمد جاوېد نادم په دې اړه وویل:«موږ د هغو پرېکړو له مخکې چې د ملګرو ملتونو سازمان سره مو نیولي، وټاکل شوه چې دوی ټول باید بایومېټریک شي، چې له نېکه مرغه دغه بهیر ډېر بریالی وه او موږ وتوانېدو چې ډېر کسان چې موکه غوښتونکي وو او یا هم اقتصادي ستونزې یې لرلې ځانونه یې له بې‎ځایه شویو سره یو ځای کړي وو. له دوی جلا او مستحقو ته مرستې ورسوو.»

د وچکالۍ او ناامنیو له امله کابو شپيته زره کورنۍ له شاوخوا ولایتونو څخه هرات ته کډه شوي او ډېری دا کورنۍ تر خیمو لاندې په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.

هرات ولایت کې ۳۵۰ بې ځایه شوې کورنۍ له ارزونې او بایومېټریک وروسته د دولت بودیجې له مرستو برخمنې شوې.

شریک یي کړئ