هرات کې د دولت یوه کارکوونکي پرېکړه کړې چې خپل پېښتورکی خرڅ او پر پیسو یې ځانته نوی ژوند جوړ کړي او واده وکړي.
محمد اکبر ۴۵ کلن او د هرات ولایت په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې کار کوي، دی وايي، د پیسو نشتوالي له کبله نه دی توانېدلی چې خپل ژوند جوړ کړې او واده وکړي.
هغه اوس مهال د خپل ورور سره په یوه خټین کور کې ژوند کوي.
هرات کې د دولت کارکوونکی، محمد اکبر وايي:«درې کاله سرتېری وم، بیا راغلم اطلاعاتو او فرهنګ ته، عمر مې ۴۰ او یا ۴۵ کاله دی، اوس غواړم چې خپله ګرده وپلورم.»
د محمد اکبر وریندار، لیلا زیاتوي:«عمر یې ۴۵ کاله دی، تر اوسه یې واده نه دی کړی، څو ځایونو ته ولاړو خو د پیسو نشتوالي له کبله مو ورته ښځه ونه شوه کړی.»
په همدې حال کې یو شمېر کارپوهان بیا هېواد کې د خلکو په ژوند کې پراخ توپير د اندېښنې وړ بولي او وايي چې د بې عدالتیو له کبله ډېر شمېر کسان د فقر در کرښې لاندې ژوند کوي.
د سیاسي چارو کارپوه، محمد رفیق شهیر په دې اړه وايي:«په دولت کې دا پروګرام شته، هغه کسان چې صادقانه کار کوي داسې ژوند لري چې یوازې خوري او نه مړه کیږي، خو یو شمېر بیا ځانته ماڼۍ جوړې کړې دي.»
په همدې حال کې د هرات والي هېواد کې د بې عدالتیو لامل فساد بولي.
د هرات والي، عبدالقیوم رحیمي څرګندوي:« فساد بې عدالتي رامنځته کوي، فساد جګړه رامنځته کوي او کله هم جګړه د فساد لامل کېږي.»
محمد اکبر وايي تر ډېره یې هڅه کړې ده چې له خپلې تنخوا نه پېسې سپما کړي او پرې واده وکړي، خو د کمې تنخوا له کبله نه دی توانېدلی چې خپلې دې هېلې ته ورسیږي.