Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هسکې مینه کې له درې کلن ځند وروسته ښوونځي پرانیستل شول

د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې هغه ښوونځي چې درې کاله مخکې د جګړو له کبله د زده کوونکو پرمخ تړل شوي وو، د نوي ښوونیز کال له پیل سره جوخت پرانیستل شول.

د دې بیا پرانیستل شویو ښوونځیو په ډله کې یو هم د "پاپین" هغه لېسه ده چې داعش د جګړو له کبله په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.

په همدې حال کې د ننګرهار والي او ځايي مخور د زنګ پر وهلو سره د هسکې مېنې وران ښوونځي د زده کوونکو پرمخ پرانیستل.

د ننګرهار والي، شاه محمود میاخېل وايي:«آبادي تر یوه حده شوې وه، خو له بده مرغه درې کلنو جګړو هرڅه وران کړل، خو انشاالله لاسونه به سره ورکوو او دا ښوونځي به جوړوو.»

همداراز د ننګرهار امنیه قومندان، غلام سنایي ستانکزی څرګندوي:«په پاپین کې ښوونځي پیلوو، دلته جګړه وه، د جګړې سیمه وه، دلته خلک نه شوی ګرځېدای، دا د پاپین ښوونځی یې نښه ده چې کنډواله شوی دی.»

زده کوونکي هم له ډېرې مودې وروسته ښوونځي ته ځي، ډېری یې له خپلو کورنیو سره له سیمو کډه شوي وو؛ خو اوس بېرته داسې حال کې راستانه شوي چې کورونه او ښوونځی یې د جګړو له کبله ویجاړ شوي دي.

د پاپین لېسې زده کوونکي وايي، د داعش په جګړو کې د یادې لېسې ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوه چې اوس هم نه ده رغول شوې.

زده کوونکی، حکمتیار وايي:«زه د یوولسم صنف زده کوونکی وم، داعش راغلل له دې ځایه یې پوځي ګټنه کوله، دا ځایونه وران شول، کورونه مو وران شول، موږ له دې ځایه ولاړو.»  
             
همداراز بل زده کوونکی، خپلواک زیاتوي:«موږ خپه وو چې بې تعلیمه پاتې نشو، سرنوشت مو نامالومه نشي، دا مو صنف وو، خو اوس وران دی.»
                          
د ننګرهار پوهنې رییس ډاډ ورکوي چې په ننګرهار کې به سږ کال شاوخوا دوه سوه ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شي او د هغه ښوونځیو ودانیو جوړولو ته هم پلان لري چې د داعېش په جګړو کې لمنځه تللي.

د ننګرهار پوهنې رییس، حسیب الله شینواری وايي:«د پوهنې په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ یوو، د کتاب، ښوونځي او ښوونکو له کمښت سره مخامخ یوو، خو سږ کال به ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شي.»
       
د هسکې مېنې ولسوال، رضوان الله بشرمل څرګندوي:«پلونه، پلچکونه، کلینکونه، څاګانې په ځانګړې توګه د خلکو کورونه وران شول، خلک غریب دي او ډېر وزورېدل.»

نه یوازې د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې دا ډول حالت دی بلکې د دې ولایت په هغه ولسوالیو کې چې داعش له افغان ځواکونو سره په کې جګړې کړې دي د ښوونځیو او روغتونونو د ودانیو په ګډون د ملکي وګړو کورونه ویجاړ شوي دي.

پاپین

په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د پاپین لېسه د داعشیانو او افغان ځواکونو ترمنځ د جګړې ډګر و چې په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.

شریک یي کړئ