Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې د طالبانو د برید په ترڅ کې ۲ تنو ملکیانو خپل ژوند بایللی

د هلمند د والي ویاند، عمر ځواک نن(سې‎شنبې د کب۸مه) وايي چې ۲ تنه ملکي کسانو د طالب وسله‎والو د برید په پایله کې وژل شوي دي.

ښاغلی ځواک وايي چې یادو کسانو هغه ‎مهال ژوند له لاسه ورکړی چې طالب وسله‎والو له افغان امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړه.

په دې نښته کې دوه تنه نور ملکیان او دوه تنه افغان سرتېري هم ټپيان شوي دي.

دغه پېښه تېره شپه د هلمند ګرشک ولسوالۍ په بابا ولي سیمه کې شوې ده.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د هلمند ولایت سیمه‎ييز چارواکي وايي چې دوو تنو ملکي کسانو هغه ‎مهال ژوند بایللی چې طالب وسله‎والو د افغان ځواکونو پر پوستې برید وکړ.

شریک یي کړئ