د هلمند ولایت امنیتي چارواکو نن(سېشنبې د چنګاښ۲۶مه) د طالبانو له بند څخه د ۵۸ کسانو له خوشې کولو خبر ورکړ.
د خنجر ځانګړو عملیاتو اووم کنډک له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي دي چې یاد شمېر کسان د هلمند ولایت په موسیکلا کې د طالبانو په بند کې ساتل کېدي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي چې آزاد شویو کسانو کې ۴ د ملي اردو غړي، ۱۵ پولیس سرتېرې، ۲ تنه ډاکټران او ۳۳ د سیمې ملکي کسان شامل دي.
دا بندیان د افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې خوشې شوي دي.
خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې د عملیاتو پر مهال ۴ تنه وسلهوال هم نیول شوي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.