Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان د ترهګرو په پټن‎ځای د نه بدلېدو لپاره د ټرمپ ژمنه

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره ورځ (جمعه د سلواغې په ۶ مه) د سویس په «داووس» ښار کې د نړیوال په اقتصادي غونډه کې خبرې کولې، وویل چې د امریکا ایالات د خپلو هېوادوالو د ساتنې لپاره به هرڅه وکړي.

هغه له هغو هېوادونو چې په افغانستان کې له امریکې سره همکاري کړې، هم مننه وکړه او وايي چې د هغوی همکارۍ، د هېوادوالو د ځانونو ساتنه کړې ده.

هغه وویل:«موږ ژمن یوو او ډاډ ورکوو چې افغانستان به هېڅکله د هغو ترهګرو په امن‎ پټن‎ځای بدل نه‎شي چې غواړي زموږ هېوادوال قتل عام کړي.»

هغه زیاته کړه:«زه له هغو هېوادونو چې نن یې دلته استازيتوب کړی او له دغو حیاتي هڅو سره یوځای شوي غواړم ترې مننه وکړم. تاسې نه یوازې د خپلو هېوادوالو امنیت تأمین وئ، بلکې د ځينو ځانونه هم ژغورئ او مېلیونو ته هیله ورکوئ.»

ټرمپ وايي تر هغه ځای چې موضوع په ترهګرۍ پورې اړوندېږي، امریکا د خپلو هېوادوالو او پولو د دفاع لپاره لازم اقدامات ترسره کړي. هغه زیاته کړه چې د هېواد د کډوالۍ سیسټم د امنیت د ټينګښت لپاره هم روانې دي چې یوه ملي امنیتي او اقتصادي مسله ده.

شریک یي کړئ