Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د ارزونې او څېړنې د بنسټ له خوا د حکومتوالۍ ارزونه

د افغانستان د ارزونې او څېړنې بنسټ، په یوه رپوټ کې، په دوه وروستیو کلونو کې د حکومتوالۍ څرنګوالی،څېړلی دی.

په دغه رپوت کې،د نورو برخو سربېره، د کډوالو وضعیت ته د رسېدنې پر اړتیا او د کانونو د عوایدو د د راغونډولو په قانوني کېدو ټینګار شوی دی.

په همدې حال کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت،د دغه رپوت موندې ناسمې بولي؛خو د کانونو وزارت له دغه رپوت سره همغږی دی.

د افغانستان د څېړنې او ارزونې بنسټ په دغه رپوټ کې په څو برخو کې د ملي یووالي حکومت دوه کلنې کړنې څیړل شوې دي.

د افغانستان د څېړنې او ارزونې رییسه اورځلا نعمت په دې اړه وویل:«دغه رپوت د کډوالیو د حکومتدارۍ په اړه دی، د ښاروالۍ او ښار جوړونې  موضوع ده، د کانونو د حکومتوالۍ موضوع ده، په ځانګړې توګه د استخراجي صنایعو په برخه کې.»

له بلخوا د ولسمشر مېرمن دغه رپوټ ستایي.

د ولسمشر غني مېرمن رولا غني وویل:« په افغانستان کې د حکومتوالۍ د ښه کولو لپاره هره هڅه په لومړي ګام کې باید له پياوړې څېړنې سره پيل شي.»

خو د کانونو او کډوالو چارو وزارتونه چې په دغه رپوټ کې یې پر کارونو نیوکې شوې په دې اړه بل ډول نظر لري.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي په دې اړه څرګنده کړه:«له بده مرغه ستاسې دغه موندنې،د واقعیت په خلاف دي.که‎چېرې تاسې (د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت) د وېپ پاڼې او نور فعالیتونو چې ترسره کړي یې دي د مطالعې فرصت ونه لرئ، لېږ تر لېږه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت څخه پوښتنه وکړئ.»

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرسته نرګس نهان هم په دې اړه وویل:«هغه وضعیت چې زه یې د کانونو په وزارت کې د یو میاشتنۍ تجربې په لرلو سره چې زه یې لرم، په ځلونو له دې بدتر دي. د کانونو وزارت د مشرتابه له نشتوالي سره مخامخ دی، نه یوازې په یوه کچه،بلکې په څو کچو کې.»

د افغانستان د څېړنې او ارزونې بنسټ په رپوټ کې په تېرو دوو کلونو کې د حکومتوالۍ پر څېړلو سربېره، ملي یووالي حکومت ته وړاندیز شوی چې د کډوالو چارو د هواري لپاره د تګلارو د مطرح کولو پرځای د خپلو پروګرامونو د عملي کولو په فکر کې شي.

د دغه رپوټ د کانونو په برخه کې د افغانستان د کانونو د ایستلو په څرنګوالي کې د مسلکي کار وړاندیز مطرح شوی او د کانونو د عوایدو په راټولولو کې د فساد د زیاتوالي د خطر په هکله په خبرداري سره د دې بهیر پر قانوني کېدو ټینګار شوی دی.

شریک یي کړئ