ولسمشر د افغانو ښځو شبکې غړو څخه غوښتنه کړې چې د سولې په اړه خپلې طرحې او وړاندیزونه په درې ورځو کې ورسره شریکې کړي

افغانستان
له طلوعنیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو – نشر ته چمتو شو: وروستی
ولسمشرغني د سولې په مشورتي بورډ کې د ښځو ګډون مهم بولي
ولسمشر غني له یو شمېر ښځو سره په لیدنه کې د سولې په مشورتي بورډ کې د ښځو پر ګډون ټینګار کړی دی او هغه یې مهم بللی.
ولسمشر سېشنبې(د لړم په ۲۲مه نېټه) له یادو ښځو غوښتنه کړې چې د سولې په برخه کې خپل وړاندیزونه او طرحې د دريو ورځو په اوږدو کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاري.
دې لیدنه کې ګډونوالو ښځو ولسمشر ته وړاندیز کړی چې ښځې باید دسولې د روانو خبرو په چوکاټ کې فعاله ونډه ولري.
د دوی په خبره چې د سولې په پروسه کې باید مسلکي کسان ځای ولري، او د تېرو کلونو لاسته راوړنې باید د سولې د خبرو قرباني نه شي.