Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له غبرګولي وروسته د غني ځای ناستي لپاره د ټاکنیزو ډلو طرحه

د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځينې نوماندان وايي چې د ملي یووالي حکومت عمر په غبرګولي میاشت کې پای ته رسېږي او له غبرګولي وروسته د دغه حکومت د کار دوام به د منلو وړ نه وي.

بلخوا ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د ملي یووالي حکومت د عمر پای ته لاشپږ میاشتې پاتې دي.

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندان زیاتوي پر داسې طرحې کار کوي چې د هغه پر بنسټ، یو کس باید له غبرګولي میاشتې وروسته حکومت اداره کړي. 

د سولې او عدالت د ټاکنیزې ډلې په ګډون د ولسمشرۍ ټاکنو یو شمېر نوماندان وایي چې له غبرګولي میاشتې وروسته د ملي یوالي حکومت د کار دوام ورته د منلو نه دی.

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند نورالحق علومي په دې اړه وویل:«په یوې کلیمه کې کولای شم ووایم چې زه هم ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند په توګه دې پایلې ته رسېدلی یم چې دا ختم دی او مې ملي مصلحتونه په پان کې نیولي، او هم د کړکېچ د مخنیوي مسله او همدارنګه سیاسي او حقوقي مسایل هم په پام کې نیول شوي دي.»

یولس ټاکنیزې ډلې پر یوې داسې طرحې کار کوي چې له مخې به یې بل څوک نظام اداره کړي.

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند فرامرز تمنا هم وايي:«د عزل مورد موږ د اساسي قانون د ۶۷ او ۶۸ مادو پر بنسټ وایوو، د دې ته په پام سره چې د حکومت عمر پای ته رسېدلی، حکومت او مرستیالان یې عزل شي، له واک څخه اجراییه ریاست هم په طبیعي توګه عزل دی ځکه چې د یوه سیاسي هوکړې په پایله کې رامنځته شوی، د اساسي قانون د دغو دوو بندونو پر بنسټ د مشرانو جرګې مشر دې د حکومت سرپرستي وکړي.»

ولسمشر تر دې وړاندې د خپل حکومت د عمر د پای ته رسېدو په تړاو خبرې کړې دي، خو اوس ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې په دې تړاو د اساسي قانون تفسیر روښانه دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي هم وویل:«په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کلونو کې هم دا ستونزه مو لرله، خو د اساسي قانون د تفسیر له استفادې سره د اساسي قانون د تفسیر له مرجعو سره دا موضوع حل شوه، په ورته وخت کې موږ شپږ میاشتې وخت لرو چې د حکومت پنځه کلنه موده بشپړه شي.»

په دې لړ کې ولسمشرۍ ټاکنو ته یو بل نوماند محمد ابدالي هم د حکومت د کار دوام ناقانونه بولي او وايي چې د نظام ساتنه د نوموړي له ټاکنیزې ډلې سره کرښه ده.

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند شیدا محمد ابدالي وايي:«د غبرګولي له لومړنۍ نېټې وروسته حکومت باید له سیاستوالو او نوماندانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي، دا اندېښنه چې نن شتون لري چې د غبرګولي له لومړنۍ نېټې وروسته د کوم مشخص نوماند په ګټه که هغه د حکومت مشرتابه هم وي، ګټور پرې نه وځي.»

د اساسي قانون د یو شپېتمې مادې له مخې د ولسمشر کار له ټاکنو وروسته د پنځم کال د غبرګولې په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي.

خو دغه نوماندان وايي چې ولسمشر د خپل واک د دوام په موخه ولسمشرۍ ټاکنې وځنډولې او باید په غبرګولې میاشت کې له واکه لیرې شي.

شریک یي کړئ