Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشرۍ ماڼۍ: له افغان مرکچي پلاوي سره نه لیدل له جګړې پلوي ده

له هغې وروسته کله چې په ابوظبۍ کې له طالب استازو سره د خبرو اترو لپاره د افغان حکومت د دولس کسیزه مرکچي پلاوي درې ورځنی انتظار بې پایلې پای ته ورسېد، دغه پلاوي تېره ورځ له افغان ولسمشر سره ولیدل.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې طالبانو د افغان حکومت له استازو سره له نه لیدو سره څرګنده کړه چې هېواد کې د جګړې د دوام پلویان دي.

په دغې خبرپاڼه کې راغلي دي:«طالبانو د تمې پر خلاف له دې کار سره چې ترسره یې کړ او د افغانستان د خلکو او نړیوالۍ ټولنې حقه غوښتنې یې رد کړې څرګنده کړه چې هغوی د سیمې خیر نه غواړي او سولې ته ژمن نه دي او د جګړې دوام غواړي چې دا کار د طالبانو لپاره یوه سیاسي ماده ده.»

خو طالبان په کومو شرایطو له حکومت سره د خبرو مېز ته کیني.؟ سرچینو طلوع نیوز ته ویلي، د سولې خبرو اترو لپاره د طالبانو وار له مخې اېښودل شوی شرط د کابل او واشنګټن د امنیتي تړون لغوه کول دي.
د سیاسي چارو شنوونکی نظر محمد مطمئن وویل:«که‎چېرې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون لغوه شي او پارلمان هم هغه تایید کړي، یقیناً چې طالبان له حکومت او افغان سیاستوالو سره به خبرې وکړي، خو دا کار د افغان حکومت له سویې پورته دی.»

د سیاسي چارو شنوونکی حمید هاتم بیا داسې وايي:«ټول دغه مسایل او مطالب د هغو ځواکونو دریځ سره اړیکه لري چې په افغانستان کې سیاسي وضعیت مدیریت کوي او همدارنګه کړکېچ تر خپل کنټرول لاندې لري.»

ملي یووالي حکومت د خپل کار په پیل سره د کابل او واشنګټن امنیتي تړون لاسلیک کړ. هغه تړون چې ځینې ګوندونه وايي چې د هغه په اړه باید خبرې وشي.

د ګوندونو د سیاسي کمېټې رییس محمد ناطقي په دې اړه څرګنده کړه:«طالبان بېلابېلې او ډېرې غوښتنې لري خو دا باید واورو او د مذاکرې پر مېز له هغوی سره خبرې وکړو.»

په ورته وخت کې هغو کسانو چې تازه یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاده سره لیدلي وايي، خلیلزاد لا هم له طالبانو سره سولې د خبرو اترو لپاره د ملي اجماع د جوړېدو غوښتونکی دی.

د سیاسي چارو کارپوه: شاهزاده مسعود وویل:«یو ملي پلاوی چې د افغانستان له ټولو خلکو استازيتوب وکړي د مذاکرې لپاره چمتو شي او د بین الافغاني مذاکرو لپاره کار وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې لویو سیاسي ګوندونو او جریانونو د ولسمشر له لوري په جوړ شوي د سولې عالي بورډ نیوکه کړې هغه څه چې له طالبانو سره د خبرواترو لپاره د اجماع نشتوالي په اړه روښانه نښه ده.

منابع نزدیک به طالبان می‌گویند که پیش شرط طالبان برای گفت‌وگو با حکومت، ملغا شدن پیمان امنیتی کابل واشنگتن است.

شریک یي کړئ