ولسمشرۍ ماڼۍ د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال، محمد محقق له ګوښه کولو خبر ورکړ.
په همدې تړاو د ولسمشر غني په یوه فرمان کې راغلي دي:«د اساسي قانون څلور شپېتمې مادې او دیارلسمې فقرې له مخې د ملي یووالي حکومت د اجراییه ریاست د دوهم مرستیال، محمد محقق عزل منظور دی.»
د ساسي قانون په یاده ماده کې د ولسمشر د واکونو او دندو په تړاو راغلي دي:«د قانون له حكمونو سره سم د قاضیانو، د دوسلهوالو، پوليسو، د ملي امنیت د منصبدارانو او د لوړ رتبه مامورينو ټاكل، تقاعد ورکول، د استعفى منل او عزلول.» د ولسمشر دندو او واکونو له ډلې شمېرل کېږي.
د ولسمشر ویاند، هارون چخانسوري د ټولنیزو رسنیو په یوې ډلې کې دا خبر تایید کړی دی.
که څه هم د ښاغلي محقق د ګوښه کولو لامل نه دی څرګند، خو دی اوس مهال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ملي امنیت د پخواني سلاکار، محمد حنیف اتمر په ډله کې د دوهم مرستیاله په توګه نوم لیکنه کړې ده.
په همدې حال کې اجراییه ریاست د خبرپاڼې په خپرولو سره د ولسمشر لخوا د دې ریاست د دوهم مرستیال، محمدمحقق ګوښه کول د ملي یووالي د حکومت د روحیې خلاف، یوه اړخیزه پرېکړه بللې او هغه یې د هېواد اوسني حساس پړاو کې د ملي یووالي په زیان بللې.