Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشر د زنګ په کړنګولو سره نوی تعلیمي کال پیل کړ

ولسمشر غني نن(دوشنبې د کب په ۵مه نېټه) د ښوونځي د زنګ په کړنګولو سره نوی تعلیمي کال په رسمي توګه پیل کړ.

ټاکل شوې په نوي تعلیمي کال کې له یو میلیونو ډېر زده کوونکي د هېواد په ۱۸۰۰ ښوونځیو کې نوملیکنه وکړي.

د هېواد د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې اوس مهال په هېواد کې کابو نهه میلیونه ماشومان پر زده کړو بوخت دي.

د سږ کال د پوهنې شعار"ښه پوهنه، غوره راتلونکی" ټاکل شوی دی. ولسمشر غني وايي د نوي تعلیمي اصلي موخه په ښوونځیو کې د زده کړو د کیفیت لوړول دي.

ښاغلي غني وړاندې وویل:« په راتلونکو پنځو کلونو کې به ټول ښوونکي لوړې زده کړې ولري او په دې موده کې به سل زره ۱۴لسم پاس ښوونکي د کار ترڅنګ د لسانس سند هم ترلاسه کړي. همداراز ۵۷ زره دولسم پاس ښوونکي به هم ۱۴پاس شي.»

ښاغلي غني چې د نوي تعلیمي کال په مناسبت په اماني لیسه کې خبرې کولې همداراز خبر ورکړ چې زرګونه نور ښوونکي به هم په دندو وګمارل شي او له ډلې یې لسو زرو امتحان تېر کړی او ډېر ژر به دنده پیل کړي.

ولسمشر غني د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل چې سږ کال به په بشپړه توګه زده کوونکو ته کتابونه ورکړل شي:« ۱۲،۲ میلیونه کتابونه چاپ شوي او ۳۷ میلیونو نور چاپ په حال کې دي، موږ هڅه کوو چې ټول هېواد کې زده کوونکو ته کتابونه ورسوو.»

ولسمشر همداراز ټینګار وکړ چې هېوا کې به ښوونځي له نوري فایبر سره ونښلول شي او تر اوسه په نهو ولایتونو کې ۱۱۵ ښوونځي له یادې شبکې سره نښلول شوي  دي.

ده ژمنه وکړه چې روان کال کې به ۲۷۰۰ښوونځي جوړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال د هېواد په ولایتونو او آن پلازمېنې  کابل کې یو شمېر ښوونځي ودانی نلري او زده کوونکي په پرانیستي فضا کې زده کړې کوي.

د هېواد د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې اوس مهال په هېواد کې کابو نهه میلیونه ماشومان پر زده کړو بوخت دي

شریک یي کړئ