د سولې بهیر د پرمختګ لپاره د امریکا متحده ایالاتو له هڅه سره هم مهاله ولسمشر غني له سیاسي ګوندونو، سیاسي څېرو او خلکو سره د خپلو مشورتي ناسته لړۍ پیل کړې ده.
ولسمشر غني د سولې په اړه د خپلو مشورتي ناستو په لړ کې نن(شنبې د لړم په ۲۶مه نېټه) د مدني ټولنې له یوشمېر غړو سره ولیدل.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې په دې لیدنه کې د سولې بهیر په اړه خبرې شوې دي.
خبرپاڼه کېد ولسمشر له قوله ویل شوي دي:« تاسې د نوي افغانستان استازیتوب کوئ، نو د خپلو وړاندیزونو او نظرونو د زیات انسجام لپاره خپلې شبکې ملي او ټول شموله کړئ.»
ولسمشر غني دې ته په اشارې چې د سولې په پروسه کې مهم ښکېل کسان ځوانان دي زیاته کړې چې هڅه کوي د هېواد په هره مهمه پرېکړه کې ځوانان ونډه ولري.
ده وړاندې ویلي دي چې تېرې ترخې تجربې باید تکرار نکړو. ولسمشر همداراز زیاته کړې ده:« سوله ملي بحث دی او زمونږ ارزښتونه یواځې د افغانستان خلک تعریفولی شي. هغه زیاته کړه، مونږ باید روښانه اراده او لوری ولرو او تېرې ترخې تجربې تکرار نه کړو.»
ولسمشر غني ژمنه کړې ده چې مرکچې پلاوی به د خبرو په هره برخه کې له خلکو سره مشورې کوي.