Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر د نیالګي کینولو سره د نوي کال مبارکي وویله

ولسمشر غني نن(چهارشنبې د وري لومړۍ) له غرمې مخکې د نوې ۱۳۹۷ لمریزکال د رارسېدو په ویاړ د ارګ په انګړ کې د یوه نیالګي په کینولو سره خلکو ته د نوي کال مبارکي وویله.

ښاغلي غني وویل:«په نوي لمریز کال کې به حکومت لوی کارونه ترسره کړي او هیله ده چې د هوساینې، سولې او د خلکو او هېواد پرمختګ لامل شي.»

ده زیاته کړه چې په نوي کال کې به د افغانستان ټولو اقشارو، علماو کرام، سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې بنسټونو او د ښځو شبکو سره لیدنې ولري تر څو په ټاکنو کې د لاسوهنې مخه ونیول شي.

ولسمشر له ټولو افغانانو غوښتنه وکړه چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او زیاته یې کړه چې په نوي کال کې به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره شي او د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره به هم چمتووالی ونیول شي.

ده خلکو ته وویل:«په ولسي جرګه کې د خپلو استازو چارې وڅارئ او نمرې ورکړئ چې ولسي جرګه هم خلکو ته حساب ورکړي.»

د غني په خبره خلک اوس‎مهال د اصلاحاتو په اړه اجماع لري او په ملکي برخه کې به ورځ تر بلي اصلاحات رامنځته شي، دولتي ادارې هم رڼې او ځوانې کېږي.

ده ډاډ ورکړل چې په ګمارنو لړۍ په رڼه توګه د ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون لخوا په رڼه توګه ترسره کېږي، او ډاډه ووسئ چې دګمارنې اساس به کیفیت او وړتیا وي.

همداراز وویل چې په دفاعي او امنیتي برخو کې هم اصلاحات روان دي چې په ۱۳۹۷ کال کې به یې پایلې وګورئ.

ده ټينګار وکړ چې د پولیسو پیاوړې کول د افغانستان امنیتي او دفاعي قواوو سراسري دنده ده او وروسته له دې به د پولیسو پام تر دېره د قانونو ساتنې، د غصب مخنیوي او د خلکو ځان او مال ساتنه وي.

غني د فقر له منځه وړل او اقتصادي پراختیا ملي وجیبه بولي او وايي چې راتلونکي کال کې به د سیاست او اقتصاد په برخه کې د ښځو ونډه رغنده وي چې د ملي او اسلامي عقایدو سره برابر وي.

دی د خپلو خبرو په دوام وايي چې سوله د خلکو اړتیا ده او ټول یې غوښتونکي دي.

ولسمشر غني زیاته کړه:«جګړه د حل لاره نه ده او هغه څوک چې دا لاره غوره ګڼې نو د ملت کلک هوډ سره به مخامخ شي.»

ده همداراز ۱۳۹۷ کال د پوهنې کال وباله او وویې ویل چې د پوهنې په برخه کې به پرمختګ او اصلاحات رامنځته شي.

ولسمشر غني د۱۳۹۷ کال د پیل نیکمرغۍ ویلو سره زیاتوي چې دا کال به پر اصلاحاتو، سولي او ټاکنو ډېر تمرکز وشي

شریک یي کړئ