Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشر د کابل نوی ښاروال او د سوداګرۍ نوی سرپرست رسماً معرفي کړل

اجمل احمدي د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست او احمد ذکي سرفراز د کابل د نوي ښاروال په توګه رسماً نن (د سلواغې په ۲۰ مه) په خپل کار پيل وکړ.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړ شوي وو، ولسمشر غني او ځينو نورو حکومتي چارواکو په کې ګډون درلود.

احمد ذکي سرفراز له دې مخکې د ښار او کور جوړونې وزارت د ښاري چارو د رییس په توګه دنده لرله او اجمل احمدي هم په بانکي او مالي چارو کې د ولسمشر سلاکار وو.

له دې مخکې احمد شعیب رحیم د کابل ښاروالۍ سرپرست و - هغه اداره چې د ملي یووالي حکومت له پیله تراوسه د سرپرست له خوا اداره کېده.

افغان ولسمشر د ښاغلي سرفراز او احمدي د معرفۍ په مراسمو کې وویل چې تر ۲۰۲۴ ز کال پورې د افغانستان صادرات له ۸ مېلیارد ډالرو زیاتېدای شي.

ښاغلي غني د دولتي بنسټونو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ چې ښاروالۍ باید په ځواب ویوونکو بنسټونو بدلې شي.

شریک یي کړئ